د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستونزې او سرکار


په کراچۍ کې د تاو تریخوالي پر مهال په سلګونه ګاډي او بسونه سوزول شوي دي. زیاتره پښتانه دا بسونه چلوي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د اګست د دویمې دی.
په کراچۍ کې د تاو تریخوالي پر مهال په سلګونه ګاډي او بسونه سوزول شوي دي. زیاتره پښتانه دا بسونه چلوي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د اګست د دویمې دی.
د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې له تېرو کالونو راهیسې د ژبنیز، نسلي، او سیاسي تاو تریخوالي، او د ترهګرۍ له کبله د دې ښار ټولنیز ژوند زښت اغېزمن شوی دی.

له دې سره سره، په دې ښار کې تعلیمي وضع هم ستونزمنه ده؛ سکواونه، کالجونه او د یو شمېر نورو تعلیمي ادارو له بندېدو سره زده کوونکي او استادان اغېزمن شوي دي.

خو د ژبنیز او نسلي تاو تریخوالي له کبله، اوس په دې ښار کې، پښتانه زده کوونکي او استادان د نورو ټولنو د وګړو پرتله، ډېر متاثره شوي دي. همدا د ستونزې او سرکار د خپرونې د دې اوونۍ موضوع ده.

دا خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو همکار مجید بابر در جوړوي.

خپرونه لاندې او د پاڼې کیڼ اړخ ته د ږغ په ځای کې اورېدای شئ:

ستونزې او سرکار، له مجید بابر سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG