د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سیاست تر استاد رباني وروسته


استاد برهان الدین رباني په خپل کور کې د یو ځانمرګي بریدکونکي لخوا ووژل شو.
استاد برهان الدین رباني په خپل کور کې د یو ځانمرګي بریدکونکي لخوا ووژل شو.
بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو

پراګ - د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني ژوند او د سپټمبر پر ۲۰مه نېټه د هغه وژنه د دې هیواد په سیاست کې د ستونزو څرګندونه کوي. دا چې د هغه له وژنې وروسته به د افغانستان پر سیاست او په دې هیواد کې د سولې لپاره د عالي شورا پر راتلونکو څه اغېزه وشي .

د استاد برهان الدین رباني په رنګ شخصیتونه د شوروي اتحاد پر ضد او له هغه وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل پاته شوي وو. دوی د خپلو مخالفینو لپاره بدمعاشان ، بهرني ایجنټان ، ظالم جنګ سالاران او لوی خاینان وو ، خو د دوی ملاتړو بیا دوی ته د چلیکي جګړې د مشرانو ، د خپلواکۍ د جنګیاليو او روحاني لارښوونکو په سترګه کتل.

۷۱کلن برهان الدین رباني نه یوازې د افغانستان پخوانی ولسمشر ، د جماعت اسلامي سربراه وو بلکه د وژل کېدو پر وخت یې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د امن د عالي شورا د مشرتابه دنده هم پرغاړه درلوده.

دا چې له دې درې مهمو دندو ترسره کولو وروسته به د هغه وژنه د افغانستان پر سیاست څه اغېز ولري ؟ دا پوښتنه مي د افغانستان او سیمې د سیاسي چارو د کارپوه ایازخان مخې ته کښېښوه.

هغه په ځواب کې وویل چې لومړی اثر دا دی چې دی د سولې د عالي شورا مشر وو ، دی د جمعیت اسلامي مشر هم وو . او د دې تر څنګ دی د افغانستان یو له قومي مشرانو او په خاسه توګه د تاجکو یو مهم مشر ګڼل کېدی. نو له دې کبله به د ده وژنه د سولې پر پروسه ، د افغانستان پر داخلي سیاست او پخپله د ده د ګوند پر تګلاره ډېره اغېزه وکړي.

له یوې خوا په نیویارک کې مېشتې د بشري حقوقو ډلې ً هیومېن رایټس واچ ً استاد رباني یو له هغو افغان مشرانو څخه ګڼلی وو چې کېدای شي په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې په جنګي جرمونو کې لاس درلودلی وي.

بلخو په افغانستان کې هم ډېر خلک د استاد رباني په رنګ کسان په دې تورنوي چې لاسونه یې د هیواد د ولس په وینو سره دي.

د سیاسي چارو کارپوه ایاز خان وايي یو دی نه دی بلکه ډېر داسې کسان د افغانستان په اوسني سیاست کې شته چې د خلکو په وژلو تورن دي .

هغه وویل ، د افغانستان د سیاستوالو په قطار کې د ډېرو لاسونه په وینو لړلي دي ، هغه ځکه چې دوی په بېلا بېلو داسې ډلو پورې تړلي پاتې شوي دي چې په جګړو کې یې برخه اخیستې ده. خو تر اوسه پورې دا قضاوت نه دی شوی چې څوک محکمې ته ولاړ شي. او د ده نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سولې د پروسې یوه لویه نیمګړیا هم ده.

ویل کیږي چې په کورنۍ جګړه کې په جرمونو تورن برهان الدین رباني غوښت چې په وروستي عمر کې د افغانستان لپاره او په خاسه توګه په هیواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې داسې څه وکړي چې خلک یې په یاد ولري.

هغه د امن د عالي شورا په نامه د اویا کسیزې جرګې د مشر په توګه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو او د حکومت له مخالفینو سره د خبرو اترو، هغوی وسلې غورزولو او له حکومت سره د یو ځای کېدو لپاره هڅې کولې.

اوس چې هغه ووژل شو نو پر ځای به یې څوک داسې وټاکل شي چې د ډېرو خلکو په وینا لاسونه یې د ولس په وینو نه وي سره؟

ایاز خان وویل ، داسې ډېر کسان شته چې هغوی به د ټولو لپاره د منلو وړ وي. هغه زیاته کړه ، تر څو چې د ښاغلي رباني د ځای ناستي خبره ده نو په دې لړ کې په افغانستان کې ډېر خلک شته ، د پخوانیو جهادي مشرانو په صف کې شته او په خپله په دې اوسا کسیزه شورا کې داسې کسان شته چې هغه به دا رول ولوبوي ، خو دا به لیدل کیږي چې داسې شخصیت چې هغه افغانانو ته هم د منلو وړ وي او مخالفینو ته هم د منلو وړ وي. له دې نګاه څخه چې هغوی به وکولای شي چې له هغوی سره تماس ونیسي او خبرې وکولای شي. نو دا به په راتلونکو ورځو کې ولیدل شي.

په افغانستان کې کارپوهان او ډېر خلک فکر کوي چې د سولې عالي شورا په داسې ډول ډېره اغېزمنه کېدای شي چې غړي یې بې طرفه کسان وي او د حکومت له مخالفینو سره د خبرو اترو لپاره په سپېڅلتیا سره یوه څرګنده طرحه ولري.
XS
SM
MD
LG