د لاسرسي ځای

تازه خبر

۰۹/۱۱ او په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند



رویټرز لیکي، د ۹/۱۱ د پیښې لس کاله پوره شول، خو په پاکستان کې میشت افغان کډوال وایې، دوی د خپل هیواد د امنیت په اړه اوس هم اندیښمن دي، او نه غواړي، خپل وطن ته ستانه شي.

په رویټرز خبري اژانس کې قاسم نومان او ربیکا کانوای په پاکستان کې د میشت افغان کډوالو په اړه لیکي، چې د ۹/۱۱ د پیښې وروستو یې څه احساسول.

لیکوالان وایې، کله چې د غلام نبي پلار دا واوریدل چې د امریکا پوځ په افغانستان حمله وکړه ، نو دې په پاکستان کې خپل کیمپ ته ورغلو، چې دا شان خپل خپلوان د دغه پیښې خبر کړي. ۲۲ کلن غلام نبي چې په پاکستان کې د لوښو دکان چلوي، وایې، دې ډیر لږ امید لري، چې په وطن کې به یې د امریکا د لس کلن جنګ وروستو امن راشي ، او دوی به خپلو ځایونو ته ستانه شي.

غلام نبي وایې، دی په دې وطن کې لوی شوی، او هم پاکستان یې وطن دې، او زیاتوي ، کله چې ورته پلار افغانستان ته د تلو خبرې کوي، نو همیش دوی دغه بحث په جګړه ختم کړی، ځکه چې دی نه غواړي ، د پاکستانه افغانستان ته لاړشي.


لیکوالان قاسم نومان او ربیکا کانوای د صوبه خیبر پښتونخوا په هريپور کې د افغان کډوالو په اړه لیکي، په دغه سیمه کې میشت زیاتره افغان د شوروي اتحاد لخوا په ۱۹۷۹ کې په افغانستان د حملې وروستو راغلی دی ، دغه زیاتره په دیاړي مزدوري کوي، او ډیر پکې خپل کاروبارونه لري.


رویټرز لیکي، په پاکستان کې میشت زیاتره کډوال داسې فکر کوي، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو وروستو به په دغه هیواد کې د امنیت وضع لا نوره هم خرابه شي، او دوی داسې فکر نه کوي، چې په راروان نزدې وخت کې به خپل وطن ته ستانه شي.


لیکوالان قاسم نومان او ربیکا کانوای لیکي، دوی ته په هریپور سیمه کې زیاتره کډوالو وویل، په پاکستان کې د دوی سره امتیازي سلوک هم کیږي، او کله چې یې د یو پاکستاني سره څه مسله راشي، نو اکثره پولیس هم د دوی پرځای د پاکستانیانو په طرف وي. لیکوالان زیاتوي، دوی ته یو شمیر افغان کډوالو دا هم وویل، که څه هم دلته دوی یو شمیر مسلې لري، خو بیا هم دوی نه غواړي افغانستان ته ستانه شي.

د صوبه خیبر پښتونخوا په هريپور کې زیاتره افغان کډوال په وړه سطحه کاروبارونه کوي، څوک قالینونه جوړوي، څوک درزيتوب کوي، او څوک د ګاډو کاروبارونه لري، او په کیمپونو کې د خټو په کورونو کې ژوند کوي. مشران یې د قبایلو په رنګ د جرګې له لارې خپلې مسلې هواروي، او ځوانان یې په لارو کوڅو کې د کرکټ لوبه کوي، چې دغه یې یوازینۍ ساعت تیری دی .


پاکستان افغان کډوالو ته د ۲۰۱۲ کال پوري په دغه هیواد کې د ژوند کولو اجازت ورکړی، خو نورالله چې نهه بچي یې دي ، او ټول په پاکستان کې پیدا شوي دي، وایې دوی نه غواړي افغانستان ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG