د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې چا ګټه اخیستې، چا تاوان؟


 د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې یو فنکارانه ډیزاین
د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې یو فنکارانه ډیزاین
ژباړه: مشال راډیو

لیکنه: کرسټین کیرل

پراګ
- د امریکا د ۱۱ سپټمبر تر پېښې وروسته په نړۍ کې لوی لوی بدلونونه را منځ ته شوي دي. تر دې پېښې وروسته له رامنځته شویو حالاتو چا ګټه پورته کړې ده او څوک تاوانیان شوي دي؟ د مشال راډیو د انګرېزي څانګې کار کوونکې کرسټین کیرل د دې ۱۰ تاوانیانو او ۱۰ ګټونکو فهرست تیار کړی دی.

کرسټین کیرل په پیل کې د هغو ۱۰ هېوادونو، سازمانونو او څانګو فهرست جوړ کړی دی چې د ۱۱ سپټمبر له پېښې یې ګټې پورته کړې دي.

لومړی نوم د امریکا دی. په مقاله کې راغلي، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دغه هېواد د ملي امنیت دولت یا ریاست (National Security State) په توګه په بې ساري توګه پراخ شو.

واشنګټن تر دې پېښې وروسته، تر اوسه پورې په افغانستان، عراق، پر وزارت دفاع او استخباراتو باندې ۷۰۰۰ اربه ډالره خرڅ کړي دي.

په مقاله کې راغلي، ایران هم د ۱۱م سپټمبر د پېښې وروسته له رامنځ ته شویو حالاتو په افغانستان او عراق کې ګټه پورته کړې ده.

په افغانستان کې د خپل دښمن سني طالبانو او په عراق کې یې د دښمن صدام حسین حکومت نسکور شو. په دواړو هېوادونو کې ایران پلوه شیعه سیاسي قوتونه واک ته ورسېدل.

کرسټین کیرل روسیه او تورکیه هم په ګټه پورته کوونکیو هېوادونو کې ګڼي.

اکستان هم په هغو هېوادونو کې دی چې د سپټمبر تر پېښې وروسته یې بایلات کړی دی او تاوانونه یې لیدلي دي.
په تېرو ۱۰ کالونو کې د بې نظیر بوټو او نورو سیاسي و مذهبي وتلو څهرو په ګډون شا و خوا ۳۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
.

روسیه چې تر ۱۱م سپټمبر وروسته په چیچنیا کې د پوځي عملیاتو په اړه د غرب، په تېره بیا د امریکا تر نیوکو لاندې وو؛ خو تر دې پېښې وروسته د کریملن او واشنګټن تر منځ د استخباراتو د شریکولو تر تړون وروسته امریکا د روسیې د بشري حقونو پر سرغړونو چوپه خوله شوه.

دا ډول تورکیه د سپټمبر تر ۱۱مې له پېښې له ګټې اخیستو سره نه یواځې د ناټو غړیتوب پر ځای وساته، بلکې د روسیې او اروپايي هېوادونو تر څنګ یې له اسلامي هېوادونو لکه ایران، شام، پاکستان او سعودي عرب سره اړیکي نور هم ښه شوي دي.

له دې پېښې ویکي لیکس، ملحدانه فکر لرونکو، د افغانستان پړانګانو، د امریکا انتظامیې، نړیوالو شخصي کمپنیو، او فضايي و خلايي پوځي صنعت هم ګټې پورته کړې دي.

په مقاله کې بیا د هغو هېوادونو نومونه اخیستي دي چې په دې پېښه کې تاواني شوي دي.

په سر کې د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې د وژل شویو ذکر شوی دی. په دې پېښه کې ۲۸۸۳ کسان وژل شوي ول.

په مقاله کې القاعده هم د بایلونکو په کتار کې شامله کړل شوې ده. دی وايي د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته اسامه بن لادن او د القاعدې یو شمېر نور غړي ووژل شول او ونیول شول. د سپټمبر د یولسمې د بریدونو منصوبه جوړونکی خالد شیخ محمد په زندان کې دی او القاعده اوس د یوه تنظیم په توګه په لړزان ده.


پاکستان هم په هغو هېوادونو کې دی چې د سپټمبر تر پېښې وروسته یې بایلات کړی دی او تاوانونه یې لیدلي دي.

په تېرو ۱۰ کالونو کې د بې نظیر بوټو او نورو سیاسي و مذهبي وتلو څهرو په ګډون شا و خوا ۳۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
د سپټمبر د یولسمې زیاتره برید کوونکيو تعلق له سعودي عرب سره وو او د دې هېواد په اړه د امریکایانو نظر ښه نه دی.
دې پيښی د دې هيواد له لوري د نړی انتهاپسندو ډلو ته د مالی مرستو خبره هم را څرګنده کړه.

په هېواد کې د غرب ضد جذباتو له وجې لا د وړاندې موجود جهادي خطر نور هم زیات شوی دی. د پاکستان لوی شمېر خلک داسې ښکاري تر سیاست زیات د پرمختګ په اړه اندېښمن دي.

د پاکستان عامو خلکو ته له هغو پیسو ګټه نه ده رسېدلې چې د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته اسلام اباد ته د مرستې په توګه ورکړل شوي دي بلکې زیاتره پیسې پوځ وړې دي.

په مقاله کې سعودي عرب هم په تاوان لیدونکي هېوادونو کې ور ګډ کړی دی. مقاله وايي د سپټمبر د یولسمې زیاتره برید کوونکيو تعلق له سعودي عرب سره وو او د دې هېواد په اړه د امریکایانو نظر ښه نه دی.

دې پيښی د دې هيواد له لوري د نړی انتهاپسندو ډلو ته د مالی مرستو خبره هم را څرګنده کړه.


دا ډول په عربی نړی کي چي کوم پاڅون شوی نو القاعده چي د سعودي شاهي کورنی له مينځه وړل غواړي اوس هم لاري لټوي نو په داسي حال کي د سعودي شاهانو راتلونکی ښه نه ښکاري.


د دي ترڅنګ کرسټن کیرل معتدل مسلمانان، د پيسو د راکړي ورکړي حواله نظام، په الوتکو کي سفر کوونکي، جنګ مخالفه مبارزين، د پوځیانو کورني، نيويارک ښار د يوولسم سپټمبر د پيښی وروسته د رامينځ ته کيدونکو حالاتو په بائلونکو يا تاوانيانو کي حسابوي.
XS
SM
MD
LG