د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نویو صوبو جوړېدل د پاکستان په ګټه دي


په اسلام آباد کې د پاکستاني پارلمان ودانۍ
په اسلام آباد کې د پاکستاني پارلمان ودانۍ


ژباړه: احمد شاه اعظمي

عبد القيوم خان کنډي په ډېلي ټايمز کي ليکي، کله چي په يو هيواد کي آبادي زياته شي نو ولس ته دا موقع په لاس ورشي چي نوي صوبې جوړي کړي خو دا بايد په پام کي ونيول شي چي له ژبنيو توپيرونو او سياسي ګټو څخه کار وانخستل شي. د ليکوال په خبره د نوو صوبو بحث بايد پر دوو پوښتنو راوګرځي، اول د نوو صوبو د جوړښت فارمولا به څه وي؟ دوهم د دوی د ځايولو لپاره څه ډول آييني بدلونونه پکار دي؟

ليکوال ليکی چي د وخت ضرورت دی چي د ټول هيواد د جغرافيې او آبادۍ جاج واخیستل شي او داسي صوبې جوړي کړل شي چي په اقتصادي توګه د دې جوګه وي چي د خپل ولس خدمت وکړای شي. دا يو نه پوره کېدونکې تمه ده چي نوې صوبې دې په آيين کي بې له څه لويو بدلونونو را منځ ته شي ځکه چي نوو صوبو ته د پارليماني چوکيو، په سېنټ کي د برخي، د صوبايي انتظاميې جوړښت، د اوبو د لوظنامې د بيا جوړولو او د اېن اېف سي ايوارډ د بيا وېشلو ضرورت دی.

په دې لړ کي تر ټولو غوره لاره دا ده چي د نوي قانون ساز اسمبلۍ لپاره بيا ټاکني وشي چي هغه نه يوازي د نوو صوبو پوښتنو ته ځواب ووايی بلکې د دې جاج هم واخلي چي پاکستان ته د پارليماني نظامِ حکومت ضرورت دی که د صدارتي؟

د ډیرو صوبو په موجودګۍ کي دواړه نظامه بريالي ثابت شوي دي. د بيلګي په توګه په هندوستان کي ۲۸ صوبې دي او هلته پارليماني نظام دی. بلي خوا ته بيا په امريکا کي ۵۰ ايالتونه دي او هلته صدارتي نظام دی. د پاکستان په اړه پرېکړه بايد د کلتور، ټولني او اقتصاد غوندي حقايقو په پام کي په نيولو سره وشي.

ليکوال پر مخ ليکي، که څه هم د پاکستان د ۱۹۷۳م کال په آيين کي اتلسم بدلون د صوبو غوښتني پر ځای کړې خو دا مهمه خبره ده چي د دغو بدلونونو جاج واخستل شي او يو داسي فېډرېشن جوړ کړل شي چي زياتره اختيارات له صوبو سره وي او له مرکز سره يوازي بهرنۍ تګلاره، خزانه او د پولو ساتنه وي. د ليکوال په وينا اوسمهال د نوو صوبو جوړول پر دوو ټکو ژبني او انتظامي صلاحيتونو راڅرخي.

د نوو صوبو د جوړولو لپاره بايد د نورو هيوادونو تجربې په پام کي ونيول شي. سنګاپور، سويټزرلېنډ، کېنېډا، هندوستان، بريتانيیا او امريکا داسي هيوادونه دي چيري چي د قامي وسايلو منصفانه تقسيم، د قانون پلي کېدل، او د بيلا بيلو قومونو تسليمول يې د برياليتوب نښي دي. په پاکستان کي په يوه سيمه کي د بيلا بيلو قومونو کسان اوسيږي. د ليکوال په وينا د ژبې پر بنياد به د صوبو تقسيم يا جوړول د يو ملت په توګه تاوان ورسوي. بله خبره د اقتصاد لرل دي چي آيا نوې صوبې به دومره اقتصادي توان ولري چي خپله صوبه پخپل مټ د مرکز له مرستي پرته وچلوي؟

ليکوال په پای کي ليکي چي سياسي فيصلې د روانو حالاتو يوه برخه وي خو دا بايد سيمه ايزو دښمنيو ته د هوا ورکولو لپاره استعمال نشي. د نوو صوبو جوړېدل د باثباته پاکستان لپاره يوه ښه موقع ده او دا بايد ضايع نه کړل شي.
XS
SM
MD
LG