د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د کشمیر شخړه“ هند او پاکستان ته د جان مکین سفر


امریکايي سېنېټر جان مکین
امریکايي سېنېټر جان مکین

مجید بابر - پراګ


په ۲۰۰۸ کال کي د امريکا د ولسمشري اميد وار او د ريپبلکن ګوند سينېتر جان مکين دا مهال د هند د واک لاندي د کشميرپه سفر دي ، ددي نه مخکي ښاغلي مکين په اسلام آباد کي د پاکستان ولس مشر آصف زرداري ، وزير آعظم يوسف رضا ګيلاني او د پوځ سر لښکر جنرال آشفاق پرويز کياني سره هم ليدلي وو.

هند تل د کشمير د شخړي په لړ کي د دريم ګړي هيواد د ښکيلیدو په اړه وايي چی دا د هند او پاکستان تر مينځ یو نړیواله نه بلکه دوه اړخيزه معامله ده.

اسلام آباد د جان مکين د سفر او ملاقاتونو په اړه رسنيو ته د تفصیل ورکولو نه ډده کړي ده.او د خارجه چارو دفتر پدي اړه صرف پدي ويیلو اکتفا کړي وه. چي ددغو ملاقاتونو موضوع سيمه يزه حالات وو.

په اسلام آباد کي د خارجه چارو کار پوه پروفيسر حسن عسکري وايي،چې امريکا په عامه توګه او ريپبلکن ګوند په خاصه توګه هميشه دا دريځ لرلی دی چي پاکستان او هند دې د کشمیر شخړه د خبرو اترو له لاري هواره کړي.

ښاغلی عسکري زياتوي ، کيدای شي کشمير ته د جان مکين د سفر موخه دا وي چي يوه سروي وکړي، د حالاتو نه ځان خبري کړي، د کشمير په مسله کي ښکیلو خلکوسره وويني.او ځان پوهه کړي. واقعتآ دا د پام وړ سفر دي.ځکه چي کله هم د امريکا سنيټران دې سيمي ته يا پاکستان او هند ته راغلي دي نو هغوی کشمير ته د تلو نه ډډه کړي وه. نو او س دا امکان شته چي امريکا غواړي د دواړه غاړو دريځ نه ځان خبر کړي، او بيا په امريکا کې پدي خبري وکړي او له دواړو هیوادونو سره پدي لړ کې مرسته وکړي.٬٬


د راپورونو تر مخه ښاغلي مکين سري نګر ته د هند د هوايي ځواک په يوه ځانګړې الوتکه کي تللی دی. هغه په سرينګر کي د کشمیر وزير اعلي عمر عبدالله، ګورنر اين اين ووهره ، په کشمير کې د هندي پوځ د ۱۵ م کور مشر ليفټننټ جنرال ایس اي حسنين سره هم ليدلی دي، د ښاغلي مکين په وفد کي له ده سره د امريکا د خارجه چارو مرستياله کرسټين بروس او یو بل چارواکي وينس سر چوک هم وو.

د جان مکین د سفر په اړه د کشمير وزير آعلي عمر عبد الله ويلي دي دا د ښاغلي مکين سرکاري دوره ده، دی لداخ ته هم تلي وو او د چين سره د هند پولي ته هم لاړو.

دا چې د اسلام آباد نه پس د ښاغلي مکېن کشمير ته سفر څه معني لري او د کشمیر د شخړې په اړه دا څه حيرانونکي پرمختګ خو نه دي. په نوي ډیلي کي د ټايمز آف انډيا ورځپاڼړي د خارجه چارو ايډيټره آرتي ټیکو سنګ وايي.

زما له پاره دا څه حيرانونکي خبره نه ده چي د امريکا د ريپبلیکن ګوند مشران يا جان مکين هند يا سري نګر ته په سفر دي.دا يو حقيقت دي چي د جنوب مشرقي اسيا په اړه جان مکين پوه دی او ښه خوله ور هم دی .او بله دا چي په دي سيمه کي د ترهګرۍ په ضد د امريکا د روان جنګ او د افغانستان نه د امريکا د پوځونو د ستنيدو په اړه هم جان مکين په ډاګه خپل دريځ ښکاره کوي. نو د جنوبي اسيا په اړه د هغه دلچسپي ډیره په ډاګه او ښکاره ده. او دا د لږې حيرانتيا خبره ده چي د امريکا يو ډير مهم د اپوزيشن مشر د کشمیر په سفر دی.خو بل خوا هغه هم هغسي وکړل لکه څنګه چې په هند کې د امريکا سفير ټيموتي رونر کشمير ته د سفر په وخت کړي وو او هغه دا چي د کشمير بيلتون غوښتونکي سره ليدو نه یې ډډه کړي وه. او جان مکين هم د حريت له مشرانو سره و نه لیدل.٬٬


هند تل د کشمير د شخړي په لړ کي د دريم ګړي هيواد د ښکيلیدو په اړه وايي چی دا د هند او پاکستان تر مينځ یو نړیواله نه بلکه دوه اړخيزه معامله ده.

سري نګر ته د ښاغلي مکين د سفر په اړه د کشمير وزير اعلي عمر عبد الله وايي پدې ملاقاتونو کي په کشمير کي د ترهګری او لاس وهني په شا د پاکستان په کردار هم خبرې شوي دي.
XS
SM
MD
LG