د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې په پګړیو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي


د کندهار ښاروال هم د یوه ځانمرګي برید کونکي لخوا هغه مهال ووزل شو چې چونکي توکي یې په پټکي کې پټ کړي وو
د کندهار ښاروال هم د یوه ځانمرګي برید کونکي لخوا هغه مهال ووزل شو چې چونکي توکي یې په پټکي کې پټ کړي وو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د هيواد په ديني مشرانوو غږ کړی چي د خپل نفوذ له لاري دي اسلامي اورپکي دې ته وهڅوي چي په پګړيو کي دي بمونه نه پټوي.
دا د ولسمشر د هغو هڅو برخه ده چي غواړي په پګړيو کي د ځانمرګي بريدونو تر عام کيدو له مخه د هغو مخه و نيسي.
تيره مياشت ځانمرګو په پګړيو کي بمونه ايښودلي وو او د کندهار ولسوال او يو بل ديني عالم يی په دوو بيلا بيلو بريدونو کي وژلي وو.
روئټرز خبري اژانس د افغان ولسمشر د وياند سیامک هیروي له خولې وايی چی حامد کرزی په دې وروستيو کي د هيواد له لر او بر څخه له راغلو دينی عالمانو سره وليدل او په پګړيو کي د بمونو د ايښودلو خبره يی ورسره بحث کړه.
نوموړی وايی چی شدت پسنده اسلامي قدرونه ناوړه استعمالوي او غواړي د نړيوالو په مخ کي د اسلام رنګ بد کړي.
د هيروي په وينا حامد کرزی په دينی عالمانو زور ورکړی چي د يو کمپین په پيلولو سره دي په اسلامي اورپکو دا خبره و مني چي پګړی او اسلامي پوشاکونه دي د ځانمرګي بريدونو لپاره نه استعمالوي.
حامد کرزي دينی مشرانو ته وويل چي اورپکي پوه کړي چی جماعتونو دي نه په نښه کوي او داچی ځانمرګي بريدونه يو غير اسلامي عمل دی.
په پګړيو کي ځانمرګي بريدونو غندنه خپل د افغانستان ولس هم کړی دی. په قندهار کي ځينو کسانو مشال ريډيو ته وويل چي په پګړيو کي بريدونه د اسلام سپکاوی دی.
د رویټرز خبري اژانس په وينا په پګړيو کي د ځانمرګو بريدونو وروسته په کابل کي د ځينو حکومتي دفترو محافظين د امنيت په خاطر هلته د ورتلونکو خلکو له سرونو څخه پګړی ليري کوي.
ځيني افغانان وايی چي په پګړيو کي ځانمرګو بريدونو نن دوی له يوه سپکاوي سره مخامخ کړی دي.
رویټرز خبري اژانس وايی چي که څه هم د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد له دې انکار کوي خو په پخوا کي جنازې او جماعتونه هم په نښه شوي دي او شدت پسندی شبکي هغه يوازينی ډلي دي چي په افغانستان کي جګړه کوي.
XS
SM
MD
LG