د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بازارونه د سخت تاوان ښکار دي


Germany -- Market analyst Robert Halver wipes his face at the German stock exchange in Frankfurt, 05Aug2011
Germany -- Market analyst Robert Halver wipes his face at the German stock exchange in Frankfurt, 05Aug2011
رپورټ: اسرار عالم مومند، مشال راډیو


پراګ
- نړیوال بازارونه د جمعې په ورځ هم د دې اندېښنو چې په امریکا او اوروپا کې د پورونو بحران په نړیواله ډول د نوي مالي بحران لامل جوړېدای شي، له کبله غورځېدلي دي.

په امریکا کې د بازارونو تر تاواني کېدو یوه ورځ وروسته، د جمعې په ورځ د اسیا مارکیټونه را وغورځېدل.

د جاپان مرکزي مارکيټ نیکې ۳،۷ فیصده او د جنوبي کوریا مرکزي بازار ۴،۲ فیصده تاوان کړی دی.

دې ته ورته تاوانونه په اوروپا کې هم بازارونو کړي دي.

د فرانکفورټ او فرانسې دواړو، مارکیټونه له درې فیصده زیات نقصان کړی دی.

د پانګه اچوونکو باور تر دې وروسته خراب شوی دی چې کېدای شي امریکا له یوه نوي مالي بحران سره مخامخ شي. دوی دا فکر هم کوي چې کېدای شي پر اوروپايي ټولنې زور راوړل شي چې د ایټالیې او هسپانیې د مالي ژغورنې لپاره هم پلان مخې ته را وستل شي.

په اسیا کې چارواکو پر نړیوالو غږ کړی دی چې د امریکا او اوروپا د بحران له کبله دې د نړیوال اقتصاد د ډوبېدو مخه ونیسي.

د جاپان د مالي چارو وزیر کاورو یوسانو ویلي د اقتصادي پالیسۍ جوړوونکو ته په یو ځای کار کول په کار دي: ((ټوله نړۍ، د اقتصاد له لارې تړل شوي. نو په دې ډول د نیو یارک او لندن په مارکیټونو کې چې څه وشو نو د دې دا مانا نه ده چې یواځې هلته وشول؛ مهمه خبره دا ده چې موږ ټول مالي بازارونه په پام کې وساتو.))

هلته د چين د مالي چارو وزير په امريکا غږ کړي داسې پاليسي خپله کړي چې په ډالر کې د نورو هېوادونو سرمايه کاري خوندي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG