د کراچۍ ښار مومن اباد په سیمه کې ددوه کسانو په بوجو کې بند مړي پوليسو موندلي دي چې د وهلو ټکولو روسته په ډزو وژل شوي دي ـ ددې نه علاوه پاک کالونۍ،سايټ او شافيصل په سېمو کې پنځه نور کسان د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شوي دي ـ
ښار کې د بدامنۍ پېښو د مخنيوي په هيله تېره شپه د کورنيو چارو مرکزي وزير رحمان ملک په مشری کې د سند صوبې د لوړ پوړو انتظامي چارواکو غونډه وشوه ـ
د غونډې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې د کورنيو چارو مرکزي وزير رحمان ملک وويل د ښار په ځينو برخو کې په هدفي وژنو کې د ککړو عناصرو په ضد يې د اپريشن کولو پريکړه کړې ده ،”شرخوښو ته وايم چې بس دی نور، تاسو د حکومت د صبر امتحان واخيست،نور زغم په حکومت کې شته ،نه په اولس کې ـ سخت عمليات به کولې شي ـزه نور هيڅ نه وايم ـ تاسو به عمليات په خپلو سترګو وويني٬٬
ددې وروستو يوه بله ورته غونډه د وزير اعلي په کور کراچۍ کې وکړی شوه چې مشري يې د کورنيو چارو مرکزي وزير رحمان ملک او د سیند صوبې اعلي وزير سيد قايم علي شا په ګډه کوله ـ د غونډې په حقله د وزير اعلي هاوس څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې غونډه کې ملېشه يا ايف سي ځواکونو ته د پوليس هومره واک ورکولو پريکړه وشوه ـ
د يادونې وړ ده چې په کراچۍ کې ځای په ځای شوي رينجر ځواک ته دغه واک وار د مخه ورکړل شوی دی ـ
د خبر پاڼې ترمخه غونډه کې د ولس څخه دهدفي وژنکو د نيولو په لړ کې مرسته غوښتل شوې ده ـ دهدفي وژونو ښودونکو ته به پنځوس لکه او په دغه اړه د فلم ښودونکو ته به يو کروړ روپۍ انعام ورکول کېږي ـ ددې ترڅنګ په دې لړ کې د مرسته کونکي نوم به پټ ساتلی شي ـ
خبرپاڼه کې راغلي دي چې غونډې ته د سیند صوبې د پوليس مشر واجد دراني وويل چې ۹۱ هدفي وژونکي يې نيولي دي او دغې وژنکو د ۱۹۱ کسانو د وژلو اعتراف کړی دی ـ
غونډه کې پريکړه شوې ده چې د اخ و ډب په پېښو ککړ عناصرو په ضد به بې توپيره کاروايي کېږي ـ په دې اړه د سیند صوبې د کورنيو چارو وزير منظور وسان وويل ،”زمونږ د عملياتو کولو پروګرام دی ، خو په دې اړه مونږ مالومات نشو درکولای ،راتلونکو دوه درې ورځو کې به تاسو ته پخپله مالومه شي ـ اول به موږ عمليات کوو او دهغې وروسته به خبريالانو ته مالومات ورکوو٬٬
د انتظامې چارواکو د غونډو او فيصلو روسته تېره شپه ناوخته د رينجرو سرتيرو د ښار اورنګي ټاون،بنارس،منګوپير،شافېصل کالوني،نوی کراچۍ،سرجاني ټاون،لانډي،قايداباد،زړه سبزي منډۍ او ګلستان جوهر په سېمو کې ګزمې شورو کړي دي ـ
بل طرف ته د ايم کيو ايم ډلې مشر الطاف حسېن ويلي دي چې کراچۍ کې امنيتي ځواکونه د امن په قايمولو کې پاتې راغلي دي ـ نوموړي د کراچۍ په ښاريانو غږ کړی دی چې د کور ځينې قيمتي شيان دې خرڅ کړي او د يوې مياشتې راشن دې کورنو کې جمع وساتي ـ
الطاف حسېن حکومتي چارواکو ته ويلي دي چې ايم کيو ايم ډلې د چا د دړکو،اختارونو او ويرولو په وړاندې مخکې هم سر نه دې ټيټ کړې او نه دوي اوس دغې څيزونو په وړاندې سر ټيټ کړي ـ
د الطاف حسين دغه بيان د ښار په غير اردو ژبو خلکو کې ويره راپارولې ده ـ ښاريان وايي چې د الطاف حسين ددې بيان څخه څرګنديږي چې ښار کې د اخ وډب پېښې د ختميدو په لور نه بلکې د لا زياتيدو په لور وروانې دي ـ
ياده دې وي چې تېره ورځ د انساني حقونو کميشن د کراچۍ په صورتحال جوړ کړي رپورټ کې ويلي و چې کراچۍ ښار کې د امن راوستو کنجي د ښار د پياوړو سياسي ګوندونو په لاس کې ده ـ
ايم کيو ايم ډله د کراچۍ تر ټولو پياوړې سياسي ډله بلل کيږي چې د سیند په اسمبلۍ کې يوپنځوس څوکۍ لري ـ
هيره دې نه وي چې د ايم کيو ډلې د مشر الطاف حسېن لخوا د غه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی دی چې سند حکومت د ښار په ځينو برخو کې د عملياتو کولو پريکړه کړې ده ـ