د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کي بمي چاودنه،۲تنه وژل شوي




نن غرمه د ۱۱نیمي بجو په خوا او شا کي د کوټي په سیمه،هزارګنجۍ کي یوه بمي چاودنه شوې،چي پکي د پولیس په وینا۲ ماشومان وژل شوي او ۳ ټپي شوي دي.

د شالکوټ پولیس تاڼې یوه مشر،سب انسپکټر ریاض احمد د مشال خبریال نیازموسی خیل ته وویل،چي دواړه وژل شوي ماشومان مري،بلوڅان دي.

هغوی وویل،چي چاودنه د میوې د اډې او مري کیمپ تر منځ د ملیشې ځواک،ایف سي له یوې چوکۍ سره نږدې شوې،البته د هغوی په خبره ملېشې ته پکي څه زیان نه دۍ رسیدلی.

د دې پوښتني په ځواب کې ،چي آیا د چاودني هدف د ملیشې چوکۍ وه او که څنګه؟د پولیسو مشر،ریاض احمد وویل چي و دوي ته څنګ کي ولاړ خلکو داسي وویل،چي د ما شومانو په لاس کي یوه غُوټه وه او هغوی د ملیشې چوکۍ پر خوا روان وو

. د زیاته کړه،کیدۍ شي چا به دغو ماشومانوته غوټه ورکړې وي چي تر هغه ځایه یې یوسي چې تر هدف له مخه وچادېده.خو دی وايي چې ددې خبرې پوره پخلی نشي کولای ځکه چې دا یوازي خلکو ورته کړې.

تر دې دمه لا چا د دې پیښي پړه په غاړه نه د اخیستې.
XS
SM
MD
LG