د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې هدفي وژنې




ستونزې او سرکار دا اونۍ خپرونه په بلوچستان کې هدفي وژنو ته ځانګړې شوې چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه صوبه کې روان دي.

او اوس خو د بلوڅ ملتپالو په ادعا د دوی کسان تېښتول کېږي او بیا وروسته یې خراب شوي مړي په بریو او دښتو کې غورځول کېږي.

د بشري حقونو د څار کمیشن هم په خپل رپوټ کې ویلي چې په دغه تېښتونو او وژنو کې د پاکستان پر استخباراتي ادارو شک کېږي خو د پاکستاني پوځ ویاند دا تورونه ردوي او وايي چې په دې کې ددوی پوځ،ملېشه او استخباراتي ادارې هیڅ لاس نلري.

ددې خپرونې کوربه مجید بابر دی چې دا اونۍ یې په بلوچستان کې د هدفي وژنو موضوع راخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG