د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوه ځانمرګی بريد چې وسله والو طالبانو کړی د یوه ماشوم په ګډون لس تنه پوليس وژلي او نهه تنه نورژوبل دي.
دغه بريد نن سهار مهال د لښکرګاه ښار د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته څيرمه
رامنځته شوی دی او د پوليس يو رېنجر او دوه کرولا موټر يي له منځه وړی دی.
دا لومړی بريد دى، چې د لښګرګاه ښار د امنيت تر سپارل کېدو وروسته رامنځته کيږي.
د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تاو تریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
پرون هم د افغانستان په هېلمند ولایت کې د سړک غاړې چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي وو
چاودنه د ګریشک ولسوالۍ په نهر سراج سیمه کې هغه مهال شوې ده چې له سپرلیو ډک یو موټر پر سړک روان وو.
د هېلمند د والي ویاند داود احمدي مشال راډیو ته ویلي وو د سړک غاړې ښخ شویو ماینونو کې چې د وطن دښمنان یې ښخوي تر ۱۸ پورې کسان ووژل .