د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: هدفي وژنې، ۱۸ وژل شوی، احتجاجي مظاهرې


کوټه: د بولان روغتون د بیړنیو طبي مرستو د څانګې مخې ته امبولانسونه ولاړ دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۳۰ مه
کوټه: د بولان روغتون د بیړنیو طبي مرستو د څانګې مخې ته امبولانسونه ولاړ دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۳۰ مه
رپورټ: خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- د بلوچستان په مرکز کوټه کې له دوو ورځو راهیسې د هدفي وژنو په پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د کوټې په سپیني سړک نا مالومه وسله والو په یوه سوزوکي ډوله موټر ډزې کړې دي چې په کې د پولیسو په وینا، د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي.

وژل شوي ټول کسان د هزاره قبیلې دي.

د جمعې د ورځې د هدفي وژنو پړه د پاکستان وسله والې لښکر جنګوي ډلې منلې ده.

د پېښې په اړه د سپینې سړک د سیمې د پولیسو یوه مشر محمد نذیر د پېښې پر ځای خبریالانو ته وویل: ((سهار د اته نیمو بجو په شا و خوا کې د هزاره قبیلې وګړي په یوه سوزوکي ډوله موټر کې، له هزاره ټاونه د ښار پر لوري تلل. هم دلته له دوو خواوو په دوی ډزې شوې دي. او په سوزوکۍ کې سپاره ۱۱ کسان وژل شوي دي. او دوه ټپي دي چې دا مهال په روغتون کې دي.))


تر دې پېښې سم دستي وروسته، پارېدلي خلک، چې د هزارې قبیلې یادېږي، د کوټې په بېلا بېلو سیمو کې احتجاج پیل کړ.

دوی پر سړک ټایرونه سوزولي دي او لویې لارې یې د ګاډو پر مخه تړلې دي.

قهرجنو مظاهره چیانو دوه موټرو ته اور ورته کړی دی.

هلته پولیسو ویلي د پېښې سره یې د تړاو په تور له ۱۰۰ زیات مشکوک کسان نیولي دي.

کوټه: د هزاره قبیلې خلک د هدفي وژنو پر ضد احتجاج کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۳۰ مه.

احتجاج د هزاره ډیموکریټ ګوند لخوا شوی دی او د کوټې د خبریالانو د کلب مخې ته یې هم سوله ییز احتجاج کړی دی.

هلته د جمعې په مازیګر د کوټې پر سریاب سړک نا مالومه کسانو اووه کسان ویشتلي دي.

د سیمې د پولیسو په وینا، پر دې کسانو هغه مهال ډزې شوې دي چې د موټرو په تمځای کې یې ایران ته د تلونکي موټر انتظار کاوه.

د پېښې په اړه د بولان روغتون پولیس سرجن ډاکتر باقر شاه وايي: ((ټول اووه مړي موږ ته راوړل شوي دي. ټپیان هیڅ نه ول. د دوو مړیو پېژندګلوي وشوه چې د دې سیمې ول، پاتې پینځه مړي لا هم نه دي پېژندل شوي. وژل شوي ټول کسان په مرمیو لګېدلي ول.))

د جمعې د ورځې د هدفي وژنو پړه د پاکستان وسله والې لښکر جنګوي ډلې منلې ده خو د شنبې د ورځې د وژنو پړه لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG