د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستر خوشال د پښتانه قام د ویاړ څلی


چې د ستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي
چې د ستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي
د اتلانو اوونیزه خپرونه


اتل او نابغه په دې مانا چې د خپل قام او ملت د رهبرۍ خصلت او استعداد ولري.په اصولو ټینګ ولاړ وي خو په زړه نرم وي.هوډمن وي او خپل ژوند او مسلک کې د نورو لپاره د کامیابۍ یوه نمونه او څلی وي.لکه د ستر خوشحال خټک په شعر کې چې بیان شوی دی.

چې د ستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي

او خپله ستر خوشال هم یو له هغه نابغه انسانانو څخه وو چې د پښتون افغان په تاریخ کې یې ساری ډېر په مشکل سره موندل کېږي.

د مشال ریډیو د اتلانو اونیزه خپرونه له ستر خوشال خټک څخه پیلوو چې نه یوازې د ادبي ډګر یو ځلانده سوری دی بلکه د ننګ ازانګې یې خپله په دغه شعر کې اورېدلای شی.

د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

خوشال خټک یو داسې هر اړخیز شخصیت وو چې د ژوند ګڼې برخې یې په یوه نه بله بڼه څکلې وې.



د اتلانو اوونیزپروګرام جوړونکی بشیر ګواښ دی چې لومړی هغه یې له سترخوشال خټک څخه پېلېږي.دا د سترخوشال په اړه د پروګرام دویمه او وروستۍ برخه ده.
XS
SM
MD
LG