د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جان محمد خان سیاسي او ټولنیز حثیت


د افغانستان ولسمشر حامید کرزی په صدارتي ماڼۍ کې د وژل شوي پخواني والي جان محمد خان او دپارلماني غړي هاشم وطنوال له تابتونو سره ولاړ او دعا کوي
د افغانستان ولسمشر حامید کرزی په صدارتي ماڼۍ کې د وژل شوي پخواني والي جان محمد خان او دپارلماني غړي هاشم وطنوال له تابتونو سره ولاړ او دعا کوي
رپورټ : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو

پراګ - د تېرې شاوخوا یوې اونۍ په ترڅ کې دا دویم ځل دی چې په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا لوړپوړي حکومتي چارواکي په نښه کیږي.

څو ورځې وړاندې د کندهار د ولایتي شورا مشر او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ورور ا حمد ولي کرزی د خپل ساتونکي له خوا ووژل شو او تېره شپه بیا د ولسمشر کرزي سلاکار او د ارزګان پخوانی والي جان محمد خان په داسې حال کې د ولسي جرګې له غړي محمد هاشم وطنوال سره یو ځای ووژل شو چې پر کور یې وسله وال برید وشو.

جان محمد خان له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۰۶م کال پورې د جنوبي ولایت ارزګان والي پاته شوی وو او اوس یې د ولسمشر کرزي د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

په افغانستان کې د سیاسي چارو کار پوه فریدالله حصام د جان محمد خان د سیاسي حثیت په اړه مشال ریډیو ته وویل ً نوموړی په مجموعي توګه د ټول افغانستان لپاره د کار سړی وو ، استعداد یې لرلی ، ښه منطق یې لرله او هغه تجربې چې له ده سره خاورو ته ولاړې دا د افغان دولت لپاره سل په سل کې تاوان دی او د ده تشه به په ډېره اوږده موده کې ډکیږي ً.

رویټرز خبري اژانس د ولسمشر د ویاند وحید عمر له خولې لیکي چې نوموړی به د ولسمشر له خوا له والیتوب څخه نه واي لرې کړل شوی که د نړیوالو له خوا پر نوموړي بې ځایه د جنایت کار تورونه نه وای لګېدلي.
هر هغه څوک چې د افغانستان ساتنه یې کړې وي هغه ته جنګ سالار وايي . یو وخت زه مجاهد وم نو جنګ سالار وم ، بیا مجبور وم چې له طالبانو سره ودرېږم نو بیا زه طالب شوم او دا نن چې زه د دولت مامور یم نو کافر شوم؟ اصلاً خبره دا ده ، څوک چې د چا د ګټو خلاف وو نو هغه ته ټاپه او نوم جوړوي


د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې د جان محمد خان په اړه د جنایت کارۍ په تورونو کې څومره روښتیا او څومره دروغ وو؟ فرید الله حصام زیاته کړه ً دا د جنګ سالار نوم اوس هر چا ته خلک ورکوي ، هر هغه څوک چې د افغانستان ساتنه یې کړې وي هغه ته جنګ سالار وايي . یو وخت زه مجاهد وم نو جنګ سالار وم ، بیا مجبور وم چې له طالبانو سره ودرېږم نو بیا زه طالب شوم او دا نن چې زه د دولت مامور یم نو کافر شوم؟ اصلاً خبره دا ده ، څوک چې د چا د ګټو خلاف وو نو هغه ته ټاپه او نوم جوړوي ً .


د افغان ولسمشر ویاند وحید عمر ویلي دي چې جان محمد خان په جنوبي سیمو کې یو له ډېرو اغېزمنو مشرانو څخه وو چې د قبایلي شخړو د هواري لپاره پرې دواړو غاړو باور کاوی.

د ټولنیزو چارو کارپوه سمیع الله تازه د جان محمد خان د ټولنیز حثیت په اړه مشال ریډیو ته وویل چې ً په هر ټولنه کې چې څوک د مخکښ رول لوبوي نو هغه هرومرو مخالفین هم لري خو د ارزګان ډېر خلک پر جان محمد خان راټول وو او د هغه د پلویانو په مقابل کې د مخالفینو شمېر بیخي لږ ووً .

په افغانستان کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د په نښه کېدو دا پېښې په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د امنیت د چارو افغان ځواکونو ته سپارل پیل شوي دي.

د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه غلام الله نورستاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې داسې پېښې په داسې وخت کې څومره د اندېښنې وړ دي ، وویل ً دښمن خو عموماً په داسې حالاتو کې ځان ښیي ، خو د افغانستان امنیتي ځواکونه ورځ په ورځ پیاوړي کیږي او خپلو دندو ته پاملرنه کوي ، څه اندېښنه که وي هم د خلکو په زړونو کې، هغه به هم لرې شي ً .

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو ځواکونو له خوا تېره ورځ د افغانستان د بامیان ولایت د امنیتي چارو مسوولیت افغان ملي اردو ته سپارل شوی دی او ډیوډ پېټریاس د امریکا په مشرۍ کې د بهرنیو ځواکونو د مشر په توګه تر یوکلنۍ دندې وروسته په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو کمانډ نوي قومندان جنرال جان الن ته سپارلی دی او په خپله به اوس د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې د مشر په توګه دنده سمبالوي.
XS
SM
MD
LG