د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ښځو شورا جوړه شوه


په ننګرهار کې د ښځو د پرمختګ شورا
په ننګرهار کې د ښځو د پرمختګ شورا
رپوټ : بازمحمد عابد

د ننګر هار په جلال اباد ښار کې د یو این ډي پي او د ننګرهار د ښځو چارو ریاست په ګډې همکارۍ د ښځو د پرمختیايي ولایتي شوراپرانیستنه د یوې درنې غونډې په ترڅ کې وشوه.

دا غونډه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د ننګرهار د بیلابیلو ولسوالیو نه ورته ښځینه استازې رابلل شوې وې.


په دې موقع د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د ښځو د پرمختايی شورا جوړیدل یو ګتور ګام وباله ، او وې ویل نننۍ غونډه د شورا د افتتاح غونډه ده. چې په دې کې د ښځو ریاست، د ننګرهار د ولایتي شورا ښځینه غړې، د بشري حقوقو خپلواک کمیشن او په ولسوالیو کې د انکشافي شورا ښځینه غړې به په دې شورا کې برخه اخلي.


محمد حنیف دا هم وویل ، په لریو پرتو سیمو کې چې کومې ستونزې ښځو ته پيښیږي، د هغې په هوارولو کې به دا شورا مرسته کوي. همدا رنګه د ښځو د ژوند د پیاوړتیا په برخه کې به ځینې پروژې د دې شورا له لارې پلي کیږي.محمد حنیف زیاته کړه دا یو ښه او ګټور پروګرام دې خدای دې وکړي چې ښه ګته ترې واخیستل شي.


د ننګرهار د ښځو چارو مشرې انیسه عمراني وویل چې دوی به هڅه کوي چې داسې یوه ټولنه رامنځته کړي ، چې ښځې او نر پکې مساوي حقوق ولری.


انیسه عمراني وویل دوي غواړي، چې د هغو دولتي امکاناتو چې د ښار ښځې ترې استفاده کوي، د لرو پرتو سیمو ښځې ترې هم استفاده وکړي.


انیسه وویل، دوي به کوشش کوي، چې داسې یوه ټولنه رامنځته کړي چې ښځې او نر د مساوي حقوقو او امتیازاتو څخه برخمنې شی.


د ننګرهار ولایتي شورا غړې محترمه امین وايی، چې د ښځو پرمختیايي شورا به په خپلو کارونو کې د ښځو تعلیم ته لومړیتوب ورکوي.


هیره دې نه وي چې د ښځو پرمختیايي ولایتي شورا کې به یو این ډي پي، د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون، د ښځو چارو ریاست، د ننګرهار ولایتي شورا ښځینه غړې او د دغه ولایت د بیلا بیلو ولسوالیو د شوراګانو ښځینه استازې شمولیت ولري.
XS
SM
MD
LG