د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبلوچستان وزیراعلی سره د وزیراعظم وعدې خو تمې څومره دي


وزیراعلی بلوچستان نواب اسلم ريساني په مشری کي دصوبې د وزیرانو يوه پلاوي په اسلام ابادکي دسې شنبې په ورځ له وزیراعظم ګیلاني سره ليدلي.

دحکومت بلوچستان له خواپه خپرې شوې خبرپاڼه کي وايي وزیراعظم ګیلاني په دې ملاقات کي دصوبې لپاره دبجلۍ دنويو ټرانسمیشن لاینونو لکه د ډیره غازي خان لورالايي او ډیره اسماعیل خان ژوب دمنظورېدو ژمنه کړې، او هم يې دصوبې په شاته پاته سیموکي دپرمختګ دکارونو د لازیاتیدو وعدې کړي

خبرپاڼه زیاتوي وزیراعظم ګیلاني ويلي روان حکومت بلوچستان ته خاص پاملرنه کوي. او په همدې لړکي به په راتلونکې اونۍ کي دکابینې غونډه په همدې صوبه کي کوي. له نواب اسلم ريساني سره په دې ملاقات کي دصوبې مشر وزیرمولاناعبدالواسع کاکړ، دخزانې وزیرمیرعاصم کرد ګیلو، اوصحت وزیر عین الله شمس هم وو.

که څه هم صوبائي حکومت د دې ملاقات لاسته راوړنو ته يولوی قدم وايي. خوددې صوبې اوسېدونکي بیاوايي. هغه څه چي اعلانونه يې کيږي، په عملي توګه نه څرګندېږي. دکوټي دجناح سړک يو دوکاندار عجب خان وائي؛ داملاقاتونه او ژمني خو مخکي هم ډيري شوې. تاسو ته مالومه ده چي وزیراعلی بلوچستان نواب اسلم ریساني اکثره وخت په اسلام اباد کي وي. چي پخپله وزیراعلی په صوبه کي نه پاته کېږي نو نور وزیران او چارواکي خوګرم نه دي؛ دعجب خان په وینادی فکر نه کوي چي دبلوچستان دخلکوستونځي دي هواري شي.

په دې برسیره دلته نه يواځي بلوڅ ملت پاله سیاسي ډلي، بلکې دپښتنو ملتپاله سیاسي ډلي هم له عجب خان سره ورته نظرلري. ملت پاله سیاسي ډلي وايي؛ روان حکومت تراوسه په عملي توګه دبلوچستان داوسېدونکولپاره هیڅ داسي کار کړی نه دی چي سړی يې ذکر وکړي. سردار چي يوسرکاري ملازم دی وائي فکر نه کوي چي دغه دبجلۍ نوي ټرانسمیشن لاينونه دي راوستل شي.

خو دده په ویناپه هغه صورت کي کيداي شي چي دلته سیاسي ګوندونه لاهم احتجاج وکړي. سردارزیاتوي؛ که سیاسي ګوندونو سخت احتجاج کړی نه وای نو ددې ټرانسمیشن لاینو دمنظورۍ ژمنه يې نه کول. خودسیاسي ګوندونو او خلکواحتجاج وو چي تر دغه ځايه يې داخبره په حکومتي چارواکو ومنل.

دلته باید ددې ذکر وشي چي په بلوچستان کي له تیرو څوکلونو راهیسي حالات خراب دي. دلته ملتپالو بلوڅوپه وسله والومبارزه لاس پوري کړی. او ددې صوبې هرڅه دپخواپه څير نه دي. که دلته تعلیم ته وکتل شي، نو هغسي نه دی چي لس کاله پخوا وو. که دلته صحي مرکزونو ته وکتل شي نو داهم هغسي نه ښکاري.

داځکه چي دهدفي وژنوله کبله لویواو مشرانواستازانواو ډاکټرانوله دې صوبې څخه ځان بدل کړ. ډيري ښوونکي او ډاکټران ووژل شوو. نوځکه بلوچستان د نورو صوبوپه پرتله خصوصي پاملرنه غواړي، خو داسي خصوصي پاملرنه نه، لکه چي اوس روان حکومت ذکرکوي.

روان حکومت خو وايي دبلوچستان پيکیج له لاري ترپنځه زره زیات بیروزګاره کسان په روزګار شول. خو په حقیقت کي داسي هیڅ هم نه ښکاري. ددې صوبې اوسېدونکي وايي؛ په بلوچستان پيکيج کي هغه کسان په روزګار شوو چي ياخويې په لکونو روپۍ درلودئ چي په رشوت کي يې ورکړې وای. او یا يې سفارش درلودئ؛ دصوبې اوسېدونکي او هغه سیاسي ګوندونه چي په حکومت کي نشته. غوښتنه کوي چي ددې صوبې لپاره په خصوصي توګه کار وکړل شي. ترڅو په دې صوبه کي بیروزګاري ختمه شي. دناامنۍ له کبله خراب شوي حالات بیرته سم شي
XS
SM
MD
LG