د لاسرسي ځای

تازه خبر

دهزارګنجي اډه! کلـونه وشو خو جوړه نه شوه




خدای نور ناصر کوټه

دکوټي په بازار دزیاتي ګڼي ګوڼي له امله په ۲۰۰۲میلادي کال کي صوبایي حکومت دکاډیو اډه له ښاره بهر یوړله . دهزارګنجي په سیمه کي يې دهمدې لپآره یوه نوې منصوبه پیل کړه.هلته تجارو او دوکاندارانو د اربونو روپيو مځکې واخیستې. خو دا اوس اته کاله کېږي چې ډه لا هم نه ده جوړه شوې.
دهزارګنجي اډې دسوداګرو ومشرفیض الله اڅکزی وايي؛ په هزار ګنجي اډه کي ټول ضرورتونه شته. هلته هوټلونه شته. مسافرخانې شته. يواځي چي دغه وړې اډې ختمي شي نو بیابه هزارګنجي اډه سمه شي؛

سره له دې چې حکومت دهزارګنجي اډې د جوړېدو اعلان کړی خو اوس هم د ښار په بیلا بیلو برخو لکه په ګاهي خان چوک ، سریاب او سپيني سړک دموټرانو وړې وړې اډې شته.
دهزارګنجي اډې تجاران وايي، ترڅو چي حکومت دغه واړه دموټرو تمځايونه ختم کړي نه وي، هزارګنجي اډه کامیابه کیدای نه شي. نورعلي آغازیاتوي؛حکومت خو دغه اډه اعلان کړه چي له ښاره به وځي. خو هغه نوري وړې اډې لا هم نه دي ختمې کړې٬٬

یو بل تن جانان وايي حکومت اعلان کړی وو چې هزار ګنجي به ډېره کامیابه منصوبه وي او په دې هیله یې هلته مځکه اخیستې خو دده په خبره ټول هغه کسان چي په دې اډه کي يې پيسې بندي کړې، له سختوستونځوسره مخ دي.دی وايي خلکو په قرض او سود پيسې واخیستې او دلته یې ځایونه رانیولي دي ، خواوس نه هم بل کاروبار کولی شي او نه هم همدا ځايونه په ښه ورځي.


هزارګنجي اډه له ښاره بهر جوړه شوې. او بیاله پښتون میشتوسیمو څخه لري ده. دپښتون میشتوسیمو اوسېدونکي وايي که موټرانو اډه ټوله په هزارګنجي کې شي. دوي ته به لوی تکلیف وي. خو په هزارګنجي اډه کې يوه دوکاندار وايي، زما په خیال دپښتون میشتو سیمو اوسېدونکي به هیڅ ستونځه ونلري.بلکه دوی اوس ه ستونځوسره مخامخ دي ، چي درې درې واري کرایه ورکوي٬٬

دکوټې پرمختګ اداره (کویټه ډویلپمنټ اتهارټي ( مشرخدای رحم وايي دوی هم غواړي چي دموټرانو وړې وړې اډې هزارګنجي ته یوسي خو د هغه په خبره له ښاره دټولو وړو اډو ایستل لاهم وخت اخلي. او له وخت سره به ټول هزاراګنجي ته بدل شي.
XS
SM
MD
LG