د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باراک اوباما تګلارو ته کتنه



په امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې ليکوال فريد زکريا وايي چې تبصره کوونکي باراک اوباما ته په بيله بيله سترګه ګوري. چا ورته جنګ مخالفه اميدواروويل، څوک ورته مداخله کوونکي او ځيني بيا په بهرنی تګلاره کې دده هر اړخيزوالی تر نيوکو لاندي راولي. خو ليکوال په خپله مقاله ددې پوښتني ځواب لټوي چې آخر د امريکايي ولسمشر مفکوره څه ده.؟

ليکوال فريد ذکريا وايې چې په بهرنی تګلاره کې د یوې مفکورې لټون پخپله یو ګمراه کوونکی کار دی.دده په خبره نوره دا هيڅ معنی نه لري چې بهرنی تګلاري دي د نظريې په بنياد جوړه شي.

دده په وينا د سړې جګړي په مهال د امريکا د بهرني تګلاري مفکوره یوازي د يوه هيواد یعني شوروي اتحاد په اړه داسي جوړه شوې وه چې د هيواد پر ټولو تګلارو غالبه وه او د نورو نړيوالو چارو په اړه تګلاري به هم په دې رڼا کې جوړيدلې.

خو ليکوال وايې په داسي حا ل کې چې په نننۍ نړۍ کې تر يو زيات طاقتور ملکونه دي د امريکا ټولي تګلاري پر يوه ځای وچې نشي دريدلای.

ليکوال زياتوي چې د ولسمشر اوباما د نړيوالو چارو په اړه نظر ښه سنجول شوی دی. کله چې نوموړی د ولسمشری اميدوار وو نو ويلي يي وو چې دی د امريکا بهرنی تګلاره د نظريه او حقیقت پسندي په مينځ کې ويني خو د ليکوال په وينا ولسمشر اوباما ځان يوې غاړي ته کړی دی.

فريد ذکريا وايي باراک اوبامه په کال دوه زره اته کې د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بش له پاليسي سره ډيره خواخوږي و ښودله خو ورسره يې د امريکا د پخواني ولسمشر هيري ټرومين، د بهرنيو چارو پخواني وزير ډين ايچې سن او د امريکا د سړی جګړي په مهال په پالیسی جوړولو کې مهم رول لوبونکې جارج کينن د سخت دريځه نړيوال توب د فکر ستاينه وکړه.

لیکوال د باراک اوباما په اړه د سپيني ماڼۍ د یوه لوړ پوړي چارواکي راهم ايمانول له خوا نیویارک ټائمز ته کړې هغي خبري حواله ورکوي چې وايي که درجه بندي وشي نو باراک اوباما کیدای شي د مشر جارج بش په شان يو ډير حقيقت پسنده سياستدان وي.


ليکوال فريد ذکريا په عرب هیوادونو کې ولسي پاڅون ته د امريکا د غبرګون په تفصيل سره جاج اخلي. دی وايي باراک اوبامه په نوولسم مارچ په سیمه کې د جمهوريت د ملاتړ په برخه کې يوه پراخه پاليسي اعلان کړه.

دی وايې چې کله په تيونس او مصر کې داسي پيښي وشوې چې د امريکا په ګډون خپله د هغو هيوادونو مشران هم پر وخت ورباندي خبر نه شو، د اوبامه انتظاميه وليدل چې په مصر کې مظاهرچان بريالي کيږي نو په دوو اونيو کې دننه يې پر حسنی مبارک د مستعفي کيدو ږغ وکړی.

دی وايي چې دا ویل ولسمشر ا وبامه د عرب پاڅون په اړه يوه مستقله پاليسي نه لري اوس يو فیشن ګرزيدلی دی.فريد زکريا وايې چې آيا باراک اوباما پکار دی يوه مستقله پاليسي و هم لري او که نه.؟

دی وايې د امريکا ګټو او په رامينځ کيدونکو پيښو باندي د اثر و نفوذ لرلو صلاحيت ته که وکتل شي نود تیونس، ليبيا، شام او سعودي عرب په حالاتو کې ډير زیات فرق دی.

فريد ذکريا د سعودی عرب مثال ورکوي چرته چې دده په وینا د امريکا ګټي او قدرونه له سعودی عرب سره په ډير ټکر کې دي.

نوموړی وايې آيا امريکا په رياض کې د حکومت د بدلون په اړه په غټ ږغ خبري کړې وايه او يايي هلته د سلطنت د بې ثباته کولو لپاره په لويه کچه د مظاهرو حوصله افزايي کړې وايه، دده په وينا که داسی شوې وايه نو د تيلو بيي به آسمان ته ختلې وې.امريکا او زیاتره پر مخ تللي هيوادونو به نږدي له دومي کساد بازاري سره مخامخ شوي وو.

نوموړی وايی، که څه هم امريکا په ليبيا کې په هر اړخيزه مداخله کې برخه واخسته خو خپل رول يې محدوده و ساتلی.

ليکوال فريد ذکريا وايې د شام حالات مختلف دي، چرته چې رژيم ډير سخت او ظالمانه کنټرول لري. ده خواهش لري چې بايد ولسمشر اوبامه پر بشارالاسد دمستعفي کيدو ږغ وکړي.

فريد ذکريا زياتوي چې دا ټول مثالونو دا په ګوته کوي چې د اوبامه انتظاميه پاليسي داسي ده چې په کې ګټی او تاوانونه ډیر په احتياط سره په پام کې نيول شوي دي.

له ورسیلزو څخه تر ويتنام او بيا عراق پوري د امريکا جديده بهرنی تګلاره دي ته مجبوره شوې چې لوی لوی اعلانونو وکړی. د لويو مفکورو په شکل شوي دغه اعلانونه درنی ژمنتیاوي پيداکوي چي ورسره لوی قيمت هم لري.

ليکوال وايي چې ددې لويي مفکوري او مداخلو لس کاله پوره کيدونکې دي خو امريکا اوس هم ددي قيمت اداکوي .دده په وينا دځاني زيانونو ذکر به پر خپل ځای پريږدو خو امريکا يوازي په دې یوه لسيزه کې د دوه زره اربه ډالرقيمت ورکړی دی.

په پايې کې فريد ذکريا خپله څيړنه په دې خبره را غونډوي چې په دې ټول تناظر کې چې وکتل شي نو داسی بهرنی تګلاره چې په کې له سټريټجيکي احتیاطه او صبره کار اخستل کيږي ډيره مناسبه او دانشمندانه ده.
XS
SM
MD
LG