د لاسرسي ځای

تازه خبر

کډي کباب که خورې نو کوټې ته راشه



خدای نور ناصر کوټه

د پوسه یا ګډ غوښه په هره سیمه کې په خپل انداز او خوند پخېږي،چې په هغو کې کړاهي،سرې کړې غوښې،غوړتازي،سجي کباب،قیمه،روش(روسټ)،د لاندې غوښه ،مالګینه غوښه ،دیګۍ غوښه،سیخ کباب ،پټه دانه،چپلي کباب او داسې نور راځي.

خو که مو کله هم کوټې ته مخه شوه نو ددې ښار کډي کباب او سجي کباب په یاد لری.هغه د چا خبره که مو یو ځلي څکه په وکه نو خوند به له ونه وځي.

که څه هم د کوټې په ګډون په لورلایي،کلاسیف الله ،ژوب،چمن ،پشین او نورو سیمو کې خلک په میلو او پیکنیکونو کې کډي کباب پخوي خو په کاروباري کچه یوازې طالب استاذ دی چې کورنۍ یې له تېرو درو لسیزو دا کاروبار کوي.


نو ولې نه چې د کډي کباب جوړولو چل په خپله له طالب استاذ څخه زده کړو.دی وايي، اول یو دومره قدرې کډی یا کنده وباسی چې یو یا دوه پسونه پکې ځایېږي .او بیا یو روغ پوسه یا ګډ راواخلی چې له پوستکي وتلی وي له دې څخه لړمون وباسی او خیټه یې ورتشه کړی، سم يې کړی. په چاړه یې و پږۍ او بیا مالګه مساله پر ولګوی.او بیا یې له بلو سرو سکروسره پټ کړی. سر پوښ ورباندې کېږدی .يو یا يونیم ساعت وروسته به پوسه پوخ وي راویې باسی ٬٬

دطالب استاد په وینا وروسته تردې چي پوسه په کډي کي واچوي، پورته پرې د اوسپنې څادر واچوي،او بیاله پاسه دخټو ګل هم ورکړي. دده په وینابیاهرپسه ته خپل وخت ورکوي.او ټول پسه په دم پوخ شي.

دطالب استادپه ویناد چې دوی وړاندې کډي کباب په ملنګ باغ کي جوړول خو وروسته بیاښار ته راغلل.

دیرش کلن فاروق شاه همدلته دطالب استاد په هوټل کي ولاړ وو. اوزیاتوي میلمانه ورته راغلي، اوله همدې ځاي څخه کباب کورته وړي. فاروق شاه د کډي کباب په اړه وايي ، کډي کباب ډېر مشهور دی.چا چي يو وار خوړلی دی، بیايې هروخت دخوړلولپاره راځي. په

ر وځي نو ورسره دخوراک لپاره همدا کډي کباب وړي.٬٬

فاروق شاه وايي، په کوټه کي دکډي کباب خوراک په دوبي کي زیات کيږي. خوپخپله طالب استاد وايي په ژمي او دوبي دواړوکې یې یو خلک اخیستلو ته راځي.


په کډي کباب کي څومره قسمونه دي . دا راته همدلته يوه بل استادعبدالرحمان وشوول، کډي کباب څلورډوله پخېږي. يوله ګډ یاپوسه څخه جوړيږي. دووم قسم يې بیا په همدې پوسه کي دننه وريځې پخېږي. درېیم بیادچرګ کډي کباب دی او بیاپه ژمي د ماهیانو کډي کباب جوړېږي٬٬
يوبل کس چي همدلته دکډي کباب اخیستو ته راغلی وايي، تراوسه يې کډي کباب خوړلی نه دی خوصفت يې ډېر اورېدلی نوځکه يې نن ورته مخه کړې.
نوم مي مسعود دی،زه خپله نن دا په لومړي ځل خورم. تردې له مخه ما کله هم کډي کباب خوړلی نه دی. خوزما ډېرو ملګرو يې راته صفت کړی. ځکه زه هم نن ورته راغلی یم چي ددې خوند څنګه دی؛

که څه هم مسعود وائي تراوسه يې خوړلی نه دی. اوپه لومړي ځل يې خوندګوري. خوکاشف بیاوائي کډي کباب اکثره خوري. خوچي کله ورته میلمه راشي، نو ددې ځاي کډي کباب ورباندي خامخاخوري؛

کډي کباب ډیر ښه خوند لري. هغه ځکه چي دغه کډي کباب په تنورونوکي پخيږي چې د غوښې خوند څو چنده زیاتوي.


طالب استاد وايي کډي کباب به پخوادپښتنوخوراک وو، خواوس دده په وینا،تر پښتنو زیات یې دنورقامونوخلک خوښوي. او ددوي زیات ګیراکان د نوروقامونو خلک دي. چي ددې يوبیلګه دکاشف همداخبري دي؛
’’زه به دا ووایم چي په ټوله نړی وګرزې، داسي خوراک ته خوړلې نشې. داسي خونداوذایقه چي په کډي کباب کي ده. ماپه خپل ژوندبل ځاي څکلې نه ده. په لنډو ټکیوکي به ووایم چي هرچاکډي کباب خوړلی نه وي، هغه په ژوندکي هیڅ نه دي خوړلي

په دې برسیره چي دکډي کباب په څيرغوښه ځيني ماشیینونه هم پخوي. خو د ډېری خلکوویناده هغسي خوندچي دخاوري په پخ شوي کډي کباب کي وي، د ماشین په پخ شوي کباب کي نه محسوسیږي.
XS
SM
MD
LG