د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوان وژنې د امنیتي ځواکونو وحشت نور په ډاګه کړ


کراچۍ: د رېنجرو سرتېري د سرفراز شاه پر مخ ټوپک ایښی. دا ځوان بیا وروسته ووژل شو. د روان زېږیز کال د جون اتمه
کراچۍ: د رېنجرو سرتېري د سرفراز شاه پر مخ ټوپک ایښی. دا ځوان بیا وروسته ووژل شو. د روان زېږیز کال د جون اتمه
رپورټ: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

په پاکستان کې په دا تيرو څو ورځو کي د ملېشه يا نيمه پوځي ځواکونو لخوا، په امنيتي پلمه، د ځينو ولسي کسانو پر وژنې او د هغوی پر ځورونې د بشري حقوقو مبارزه کونکو سختي نيوکي کړي دي. بلخوا خبري رسنيو هم د دغو امنيتي ځواکونو د وحشت په اړه موضوعات څېړلي دي.

په پاکستان کي، د بشري حقوقو لپاره مبارزه کونکي په دې اند دي چي کله په دې هيواد کي عام سړی جرم وکړي نو عدالت هغه ته سزا ورکوي خو چي کله د امنيتي ځواکونو غړي ناقانونه کارروايي وکړي، نو بيا دوی ته د سزا ورکولو لپاره څه ډول عدالتي کارروايي نه کېږي. په دې اړه، د فرانسې خبري اژانس اې ايف پي ليکي چي ورځې وړاندې په کراچۍ کې د يوه بې وسلې ځوان وژنې، د امنيتي ځواکونو وحشت نور هم په ډاګه کړ. د رپورټ ترمخې: (( په دغه لوی تجارتي ښار کې تر لس زره زيات نيمه پوځي سرتيري ګزمه یا ګشت کوي چې د لساني، سياسي او مذهبي تاوتريخوالي مخه ونيسي، خو پر دې هر څه سربېره، امنيت ورځ په ورځ خرابېږي.))

په دې لړ کي د ۲۲ کالن ځوان سرفراز شاه وژنه هغه دردناکه پېښه وه چي په ټیلي وېژن هم، په وار وار، وښودل شوه. په ويډيو کې دغه ځوان، چې په لاس او پښه کې يې ګولۍ لګېدلي وې، په بیا بیا يې د رېنجرز له سرتېرود خپل ژوند خواست کاوه، چي روغتون ته يې ورسوي، خو دغو سرتېرو هيڅ مرسته ورسره ونکړه. او دا ډول شاوخوا ځمکه، د هغه په وينو ولړل شوه او هغه بې هوښه شو. د دې پېښې په تړاو، په غېر معمولي ډول حکومت د سېند د پوليس او رېنجرو صوبايي مشران له خپلو څوکيو لرې کړل.

کوټه: د اېف سي سرتېرو له لاسه د وژل شویو چېچنیایانو مړي. د ۲۰۱۱ز کال د مې ۲۱مه.
له دې سره په تړاو کي يوه بله پېښه په کوټه کي رامنځ ته شوې وه، چې امنيتي سرتېرو د يوې حامله ښځې په ګډون، پينځه بې وسلې چيچنيايان وویشتل. له رپورټ سره سم: (( حکومت د دې پيښې پلټنه کوي.))

په پاکستان کی، د بشري حقوقو لپاره مبارزه کونکي وايي چي رېنجرز او ايف سي ځواکونه، چي په اصل کي د هېواد د پولو لپاره ځانګړي کړل شوي دي، په دې نه پوهېږي چي له ولسي خلکو سره څه ډول برخورد وکړل شي. د پاکستان د بشري حقوقو د خپلواک کمېسون مشره زهرا يوسف وايي: (( نيمه پوځي ځواکونه ځان يواځې پوځ ته جوابده ګڼي او ولسي خلګو ته په ټيټ نظر ګوري.)) نوموړې زياتوي چي ښار ته د دوی له راتګ سره، حالات نور هم خراب شوي دي. نوموړې وړانديز ورکوي: ((د بشري حقوقو په اړه باید د دوی روزنه وشي.))

بلخوا، بيا حکومت وايي چي د کراچۍ غوندې لوی ښار لپاره، چې هر کال د پينځه لکه کسانو اضافه پکي کيږي، اته ويشت زره پوليس ډېر کم دي چې قانون پلي کړي . نو د دې له کبله، رېنجرز راغوښتل شوي دي. د سېند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن وايي: (( رېنجرز د امنيت په راوستو کې ډېر مهم رول لوبولی دی.))

د دې ترڅنګ، امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز بيا په پاکستان کي خبريالانو ته د امنيتي ځواکونو لخوا د دړکو ورکولو په اړه يو رپورټ خپور کړی دی چي ليکي: ((هغه کیمره مین، چې په کراچۍ کې يې د رېنجرز لخوا د يوه ځوان د وژنې ويډيو جوړه کړې وه، ورته د امنيتي ځواکونو لخوا د مرګ ګواښونه کېږي او په دې ويلومجبوره کېږي چي دا ويډيو اصلي نه ده.)) بلخوا بيا په کوټه کې هغه کیمره مین چې د ايف سي ځواکونو لخوا يې د پينځو بهرنيانو د وژنې ويډيو عدالت ته سپارلې وه، وايي چي پولیسو ونیوه او تر وهلو ټکولو وروسته یې بیا خوشې کړ.

همدا راز، د پولیسو یو ډاکتر باقر شاه چې د وژل شویو پینځو چېچنیایانو کتنه يې کړې وه، خبري رسنيو ته وويل چې وژل شوي کسان په مرمیو لګېدلي دي او د ځانمرګي بريد آثار پر نه ښکاري. تر دې بيان وروسته، د نوموړي په وينا، هغه د لسو پوليسو وېوړ او دومره ووهل شو چې تر روغتونه ورسېد.
XS
SM
MD
LG