د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو سندرغاړی سردار یوسفزی د موسیقي تکړه پالونکی




دا اونۍ په تاتره خپرونه کې دمشال راډیو میلمه سردار یوسف زی و چې دملاکنډ سوات سره یې تعلق دی او داوس مهالو سندرغاړو په منځ کې دیاد وړ کس ګڼل کیږي .

ده د نن نه یو څلویښت کاله پخوا د ملاکنډ په ( الله ډنډ ډیرۍ ) کې یوې داسې کورنۍ کې دنیا ته سترګې غړولي چې ورکې مخکې نه دکولتور سره تړلي کسان موجود و ، لکه دده مشر ورور ( محمد اسلام ارماني ) چې د پښتو ښه غزل لیکونکی شاعر دی.

په اوسنۍ خپرونه کې نجیب عامر دهغه سره د هغه په ژوند او فن غږیدلی ، همدارنګه اوریدونکو هم د ایس ایم ایس او ټیلي فون دلارې خپلې پوښتنې کړي او څو خوږې سندرې هم ورکې اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG