د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو دلټون لپاره د امریکا او پاکستان ګډه استخباراتي ډله



ژباړه:پامیر ساحل

خبري اژانس اسوشیېټډ پرېس لیکي امریکا او پاکستان یوه ګډه استخباراتي ډله جوړوي چې د پاکستان دننه به د لویو مشکوکه ترهګرو پسې ځي. اسوشیېټډ پرېس دا خبره د امریکايي او پاکستانیو چارواکو له خولې لیکلې ده. د دې چارواکو په خبره دا یو وړوکی ګام دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته اعتماد بیا پر حال کړل شي.

امریکايي خبري اژانس اسوشيېټډ پریس په خپله مقاله کې د امریکايي و پاکستانیو چارواکو له خولې لیکي د استخباراتي ډلې د جوړولو دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پاکستانیانو ته یو نوملړ یا لسټ ورکړ چې په کې د ترهګرۍ مهم اهداف موجود ول.

په دې پلټونکې ډله کې به له دواړو هېوادونو استخباراتي افسران شامل وي. د دې ډلې جوړول د ترهګرۍ پر ضد د هغې همکارۍ پر لور د بیا تګ ښکارندوی ده چې په نتیجه کې یې د القاعده پر اورپکو لوی ګوزارونه شوي، لکه په ۲۰۰۳ ز کال کې د خالد شیخ محمد نیول. اسوشيېټډ پرېس لیکي دا ټولې خبرې ورته چارواکو د نوم نه ښودو په شرط کړې دي.

د خبري اژانس په لیکنه، د مې د دویمې تر چاپې وروسته د امریکا او پاکستان ډېپلوماټيکي اړیکي ساړه شول، ځکه چې پاکستانیان په دې یو طرفه عمل غوسه شول او دا یې د خپلې خپلواکۍ سپکاوی وباله، هلته امریکایان په دې غوسه ول چې اسامه یې له اسلام اباده د ۳۵ میله په واټن ومیندلو، هغه له پینځو کالونو راهیسې هلته پټ وو.

امریکا پخپله د دې عملیاتو خبره له پاکستانه پټه وساتله، ځکه دا ویره وه چې دا مالومات به اورپکو ته ورسېږي. پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د کار کولو لپاره د اربونو امریکايي ډالرو مرسته تر لاسه کړې ده.

اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس لیکي دا ګډه استخباراتي ډله به د پینځو مهمو کسانو پسې ځي، یو د القاعده د دویم مشر ایمن الظواهري دی، همداراز د القاعده د عملیاتو مشر عطیه عبدالرحمان، او د دې تر څنګ د طالبانو مشر ملا عمر هم په دې کسانو کې شامل دی چې په اړه یې امریکا باور لري چې په پاکستان کې پټ دی.

بل هدف سراج حقاني دی چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د حقاني ډلې مشر دی. حقاني ډله له طالبانو او القاعده سره ملګرې ده او په افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو او افغان وګړو د خونړیو بریدونو تر شا ده. امریکايي استخباراتي افسران وايي د دې ډلې لوړپوړي قوماندانان په میرام شا کې د پاکستان د پوځ له پوستو سره په ښکاره اوسي. پاکستاني چارواکي وايي امریکا ورته هیڅ کله د حقاني ډلې د مشرتابه د ځای په اړه کره استخباراتي مالومات نه دي ورکړي. پاکستاني افسران دا هم وايي لکه څنګه چې حقاني ډله پر پاکستاني حکومت له بریدونو کولو ډډه کوه نو هیڅ داسې وجه نشته چې پر هغوی دې برید وشي.

اسوشيېټډ پرېس لیکي یوه چارواکي وویل چې بل هدف محمد الیاس کاشمیري دی چې د حرکت الجهاد اسلامي ډلې مشر دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر په هیند کې د یو شمېر بریدونو تور پورې کوي او وايي چې په ۲۰۰۶ ز کال کې یې په کراچۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید کړی وو.

اسوشيېټډ پرېس اژانس زیاتوي یوه بل امریکايي چارواکي دا منلې چې پاکستانیان او امریکایان سلا شوي دي چې د یو شمېر اورپکو پسې لاړ شي چې د دواړو ترمنځ باور جوړ شي. دې چارواکي د دې اورپکو نومونه وانخیستل.
XS
SM
MD
LG