د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تخار چاودنه ځانمرګۍ برید نه وو




د افغانستان د ملي امنیت اداری د تخار ولایت د خالي ورځې د پیښی په اړه د پلټنو په پایلو کی ويلي چی د تخارپه ولایتي ودانی کی چاودنه د یوځای پرځای شوي ماین څخه رامنځ ته شوی وه.


د افغانستان د ملي امنیت په خبرپاڼې کی راغلي چی دغه پلټنی یی د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سره په ګډه سرته رسولي دي.


په تخار ولایتی ماڼۍ کی دا چاودنه د خالي په ماښام هغه وخت وشوه چی د تخار والي په شمالي ولایتونو کی د ناټو له قومندان او ددې ولایت امنیې قومندان سره په ګډه یوه امیتي غونډه درلوده.

په پیښه کی د شمالي پولیسو د زون قومندان جنرال داود داود ،د تخار د امنیي قومندان شاه جهان نوري، د دوو جرمني سرتیرو سره ووژل شول او د تخار والي او د ناټو سیمه ییز قوماندان جنرال کنیپ ټپیان شول.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کی راغلي چی د تخار د ولایت د ودانۍ په دهلیز کی چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي وو او د ریمونټ کنټرول په وسیله چاودول شوي دي

پخوا داسی ویل کیدل چی دا یو ځان مرګی برید وو.

اعلامیه وایی چی په پیښه کی د لاس لرونکو کسانو د نیولو پلټنی لا هم دوام لري.
XS
SM
MD
LG