د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او هلمند کې په لسګونه جګړه مارو وسله غورزولې



نقیب الله متونوال خوست

د افغانستان په غزني او هلمند ولايتونو كې چارواكي وايي،چې په تيرو پنځو مياشتو كې له دوو سوو زيات وسله وال مخاليفين د سولې له بهير سره يوځاي شوي دي.
دوى وايي هغه كسان، چې له مخالفت څخه لاس اخلي دولت به د حرفوي زده كړو او كارموندنې په برخه كې له دوى سره مرسته وكړي چې د خپلو كورنيو د اقتصادي ستونزو د هوارلو او له دولت سره د پرمختګ په كارونوكې ګډ كار وكړي.

د افغانستان په غزني ولايت كې چارواكي وايي،چې په تيرو پنځو مياشتو كې له دوو سوو زيات وسله وال مخاليفين د سولې له بهير سره يوځاي شوي دي .
د غزني والي موسى خان اكبر زاده تيره ورځ په غزني كې يوي خبري غونډي ته د وينا پرمهال وويل، چې دغوكسانو ته به د كار زمينه برابروي او هم به يي د ژوند د شرايطودښه كيدو لپاره هڅه كوي.
د هغه په وينا، په راتلونكو ورځو كې هم هيله لري، چې ترلسو زيات وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاي شي.

بل خوا د افغانستان د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې هم د دولت پنځه وسلوال مخاليفين د سولي له پروسي سره يوځاى شول.
چارواكي وايې، چې دغه پنځه كسيزه ډلې د سنګين ولسوالۍ په شاوخوا كې له تيرو څلورو پنځو كلو نو راپدې خوا د دولت او نړيوالو ځواكونو پرضد فعاليت كاوه. خو اوس د سيمي د قومي مشرانو او دولت په غوښتنه له مخالفت نه لاس په سر شول د سولې له پروسي سره يوځاى او وسله يې پرځمكه كيښوده.

دهلمند والي محمدګلاّب منګل په سنګين ولسوالۍ كې خبريالانو ته وويل، چې د دې كسانو لپاره د ولايت په مركز لښكرګاه او ولسواليو كې د حرفوي زده كړو او كارموندنې په موخه ځينې پلانونه لري هغه كسان چې له مخالفت څخه لاس اخلي د خپلو كورنيو د اقتصادي ستونزو د هوارلو او د دولت سره د پرمختګ په كارونوكې مرسته وكړي.
XS
SM
MD
LG