د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لغمان ځانمرګي بمي برید څلورتنه وژلي او ګڼ نور ژوبل


نن غرمه ۱۲ بجې د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې يو ځانمرګي بريد ١٨ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د لغمان ولايت د والي وياند فيضان الله پټان وايي، چې پېښه د کلا بازار په سيمه کې شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي .
نوموړى زياتوي، چې وژل شوي او ټپيان ټول ولسي وګړي دي .

دی وايي ځانمرګی برید د اليشنګ ولسوالي دکلا نجيب سيمه کې د يوهوټل مخې ته شوی اوله امله يې څلورولسي وګړي وژل شوي اوڅوارلس نور ټپيان شوي دي، چې په خبره يې په ټپيانوکې د ځينوروغتيايې حالت د انديښني وړدى.

دوالي وياندزياتوي، چې د پيښي په ځاي کې نه کومه دولتي ودانۍ شته اونه هم د بريد پرمهال کوم دولتي چارواکي موجودوو.
ده وويل د پيښې ځاى چې يوبازاردى، د دې ولايت داليشنګ اودولت شاه ولسواليو له درو څخه ورته خلک د سودا اخيستوپه موخه راځي .
XS
SM
MD
LG