د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې اورپکو طالبانو دسړک جوړونې شرکت ۳۵ کارکونکي وژلي



نقیب الله متونوال خوست

د افغانستان پكتيا ولايت چارواكي، وايي، چې تيره شپه د دې ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ كې د سړك جوړونې د شركت په ساتونكو وسله وال بريد شوى، چې پکې د ساختماني شركت د امنيتي كمپنۍ ۳۵ تنه ساتونكي وژل شوي، ۲۰ ټپيان او۱۷ تنه تري تم دي او د كمپنۍ مشينري او موټرونه هم ويجاړ شوي دي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د امنيتي کمپنۍ د ساتونکو پر مرکز بريد کې يې له څلويښتو زيات ساتونکي وژلي او ګڼ شمير نور يي ټپيان کړي دي.

د افغانستان د سوېل ختيځ پکتيا ولايت ځايي چارواکي وايي چې د وزې ځدران ولسوالۍ د سروټي په سيمه کې د سرک جوړلو د يوه شرکت د ۳۵ کارکوونکو مړي موندل شوي دي.
دوی وايي پر دغه شرکت تېره نیمه شپه وسله والو طالبانو بريد کړی وو چې څو ساعته يې دوام وکړ.

چارواکي وايي د دواړو غاړو ترمنځ په جګړه کې د وژل شويو تر څنګ د سرک جوړولو د شرکت ۲۴ کسه ټپيان شوي هم دي.

د پكتيا ولايت د ټولګټو چارو ريس انجينر عبدالله درانى هم د پېښې د تاييد تر څنګ وايې، چې تېره شپه د ګلاسكي سكاى ساختماني شركت په امنيتي كمپنۍ بريد كې د امنيتي كمپنۍ ۷۰ تنه لادرکه دي چې اته تنه يې بېرته شرکت ته ور ستانه شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په سوېل ختيځو ولايتونو کې د سرک جوړولو د شرکت په کارکوونکو بريدونه کيږي.
دا ډول بريدونه په خوست، پکتيکا ، لوګر او د افغانستان په نورو سيمو کې هم شوي دي.
XS
SM
MD
LG