د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند لومړی وزیر منموهن سنګ کابل ته ورسېد.




د هند وزیراعظم من موهن سنګ نن د زیارت ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر ولاړ چې د افغان چارواکو په وینا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره یې د خبرو ټکي په سیمه کې روانه ترهګري او دهغې پر ضد ګډه مبارزه او د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي راشه درشه زیاتول دي.

سره له دې چې افغان چارواکي وايي د هند لومړی وزیر له یوه لوړپوړي پلاوی سره په دې موخه افغانستان ته راغلی چې ددغه هیواد د بیا رغونې له بهیر سره د مرستې او پر دوه اړخیزه تعلقاتو خبرې کول دي .

د سیمې د چارو کتونکي په دې نظر دي چې د هند لومړی وزیر من موهن سینګ په داسې حال کې د افغانستان په سفر دی چې څه کم دوه اونۍ وړاندې امریکايي ځانګړو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د خپلو عملیاتو په ترڅ کې وواژه چې نه یوازې د سیمې بلکه د نړۍ په کچه د ترهګرۍ ضد مبازې یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کېږي او همدا ټکی ښايي د دوی د خبرو هم موضوع وي.

خو د ترهګرۍ ضد جګړې پرته هند په افغانستان کې د ملي بیا رغونې ګڼې پروژې او منصوبې لري چې یو شمیر یې د پلي کېدو ستونزو سره مخامخ دي.
ددغه پروژو د عملي کولو په دوران کې یو شمیر هندي انجنیران او کارګران وژل شوي او تیښتول شوي دي،او ان دا چې په کابل کې د هند پر سفارت خانه دوه ځلي ځانوژونکې حملې شوې چې پکې یو شمیر هندي ډپلوماټان هم ووژل شول.

ددغه ډول بریدونو ګوته ه تل افغان او هندي چارواکو د پاکستان پر لور نیولې چې دغه هیواد نه غواړي هند د افغانستان په ملي بیا رغونه کې یو رغنده ونډه ولري.
هند دا تورونه هم لګوي چې په پاکستان د مشکوکه ترهګرو په پټو مرکزونو کې روزل شویو کسانو د دوی په هیواد کې هم خونړۍ حملې کړې.او ډېرې ستونزې یې ورته جوړې کړې دی خو اسلام آباد په بیا بیا دا تورونه ردوی او وايي چې پاکستان د خپلو ګاونډیانو په کورنیو چارو کې هيڅ لاسوهنه نه کوي.


په کابل کې یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې دا سفر به د پاکستاني چارواکو اندیښنې زیاتې کړي.

رویټرز لیکي، هند او پاکستان په تیرو لسیزو کې هڅه کړې، چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي دي خو د ولسمشر اوباما دې اعلان چې په دوبي کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو تدریجي پروسه پیلوي ، دواړه وارخطا کړي دي .

د افغانستان د سیاسي چارو څارونکي په دې باور دي چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن موندل کیدو په دې کې د شک ځای نه دې پریښې چې اسلام اباد نور د اعتبار وړ ملګری نه شي بلل کیدای .

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو ښونکی نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې د کابل لپاره تر پاکستان د هند ملګرتیا غوره او ګټوره ده.

په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د پاکستان پر استخباراتي ادارو او پوځ د لویدیځ فشارون زیات شوي دي .

د پاکستان په اړه دا پوښتنې مخ په زیاتیدو دي چې څنګه د دغه هېواد د پوځ د روزنې ستر مرکز ته څیرمه اسامه بن لادن پنځه شپږ کاله په پټه کې تیرل کړل .

دې ټکي ته په توجه، ښاغلي ستانکزی د من موهن سنګ دې سفرته د ډیلي ، کابل او اسلام اباد ترمنځ د له منځه تللي اعتبار په سترګه ګوري .

په نوي ډيلي کې یوه جګ پوړي حکومتي چارواکي خبري رسنیو ته وویل، چې کابل ته د من موهن سنګ دا سفر د افغانستان له ثبات څخه د هند د ملاتړ ټینګار څرګندوي.

د رويټرزپه حواله ، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ایستلو په خاطر تر فشار لاندې ده او ټاکل شوې په دوبي کې له دې هېواده د امریکايي ځواکونو د تدریجي وتلو پروسه پیل شي ، افغانستان د سیمې پر متحدانو ډیرې اتکاء ته اړتیا پيدا کولاي .

رویټرز لیکي ، هند له دې ویره لري چې له افغانستان څخه د عسکرو د وتلو په پروسه کې بیړه به افغانستان پر پاکستان اتکا ته زیات اړ کړی، خو نصرالله ستانکزی وايي دا اتکا پر پاکستان نه شي کیداي.

یوه هندي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي، چې دوي غواړي د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه د جمهور ریس کرزي نظر واوري ځکه د دې چارواکي په وینا ( د ابن لادن تر وژل کېدو وروست وضعیت د ټولو خواوو لپاره د اندیښنې وړ دی.

دې چارواکي زیاته کړې، چې په خبرو کې به امنیتي وضعیت ته بیا کتنه وشي او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ستراتیژیکو همکارېو پر څرنګوالي به بحث وشي.

د ده په وینا ، هند باور لري چې هغه طالبان چې په پاکستان کې خوندي دي د اسامه تر وژل کېدو وروسته غلي نه دي ناست او تر بل هر وخت زیات قوي او قهرجن دي.
XS
SM
MD
LG