د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه وژنه: او د امریکا پاکستان اړیکي


په کوټه کې د اسامه د وژنې پر ضد یوه غوڼده
په کوټه کې د اسامه د وژنې پر ضد یوه غوڼده

مجید بابر مشال ریډیو

له تيرو لسو کالو نه د امريکا او پاکستان د اړيکو مرکز القاعده شبکه او د هغي مشر اسامه بن لادن وو.

امريکا د ۲۰۰۱ کال د سيپتمبر د يولسمي پيښي نه پس چې پکی په نیو يارک او واشنګټن کې د ۳۰۰۰ نه زيات عام وګړي وژل شوي وو، اسامه او القاعده خپل تر ټولو مهم دښمن ګڼلو او پدی لړ کي يې پاکستا ن نه د مرستو غوښتنه وکړه.

هغه وخت په پاکستان کي د پرويز مشرف په مشري کي د پوځ حکمراني وه، او هغه په جاره امريکا سره دمرستو او د ترهګري ضد جګړه کي د ملګرتيا اعلان کړي وو.

امريکا ددغي ملګرتيا په بدل کي پاکستان سره په تیرو لسو کالو کي په پوځي او ولسي مد کي ۲۸ اربه ډالره مرستي کړی دي.

چي کله به هم د اسامه په اړه خبره کيده نو د پاکستان حکومتي او پوځی چارواکو تل دا دريځ خپل کړی وو چي اسامه په پاکستان کي نشته.

خو د مې په دويمه نيټه په ايبټ آباد کي پوځي چاوڼي سره نزدی د اسامه په امريکاي عملياتو کي وژنې د پاکستان په اړه نورې پوښتنی راپورته کړي دی په امريکا کي د نيو يارک ټايمز د مجلي خبرياله ميرمن الیزبېت روبین واي، چي د پاکستان دا ؛لوبه؛ نوره پاي ته ورسيده.

د ا زياتوی، هر چاته ما لومه ده چې د پاکستان او امريکا تعلقات په دروغو ولاړ دي. امريکا د پاکستان سره په اربونو ډالرو مرستي کړي دي ، خو تر کلونو پوری پاکستان له امر يکا سره د دوستي پلمه کوي، ټولي نړي ته مالومه ده چي پاکستان طالبانو سره مالی مرستي کوی، اسامه او زواهري له يې پټنځايونه برابر کړي دی.

آغلې روبین زياتوي چي اوس خلک تر پوزي راغلل.

صدر زرداري په واشنګټن پوسټ ورځپانه کي ليکلی دي چی دوي ته هیڅ نه وه مالومه چي اسامه چرته وو ميرمن روبین واي چی کیدي شی زرداري ته مالومات نه وو، خو کياني او ای ايس ای ته نه وه ما لومه ، دا يوه ټوکه ښکاري.

اوس پاکستان په يو دوه کی حيران دي چي څه اوواي او څه اوکړي.
پدی لړ کی امريکا څه نظر لري ، ځکه چي اسامه خو د مينځه لاړو خو د راپورونو تر مخه لا يو شمیر امريکا ته مطلوب خلک پاکستان کي دي لکه ملا عمر ، ايمن الزواهري ، او ګلبدين حکمتيا ر .

نو ايا اوس به امريکا د پاکستان په خبرو اعتبار پریږدی او نیغ په نیغه به د پو ځي عملياتو لاره خپلوي ؟

په واشنګټن کي د ډان ورځپاڼې خبريال انور اقبال وايي چې کيدای شي امريکا څه نورې غوښتنې کولي شي لکه امريکا ، پاکستا ن ته ويلای شي چې په کراچۍ ، شمالي وزير ستان ، او دطالبانو د کوټې شورا په ضد عمليات وکړي.

انور اقبال زياتوي، چي نيغه په نيغه په پاکستان کي دننه د امريکايي پوځي عملياتو امکان لا نشته.

د اسامه بن لادن وژنی که يو خوا امريکای اولس ته خوشحا لي بخلي ده نو بل خواه د کانګرس غړي ي دي ته هڅولي دی چي د اوبامه حکومت دي پاکستان سره په اړيکو يو واري بیا کتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG