د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د اسامه پر وژنه سیاسي غبرګون


جمعیت علما اسلام نظریاتي د اسامه بن لادن پر وژنه احتجاج کوي
جمعیت علما اسلام نظریاتي د اسامه بن لادن پر وژنه احتجاج کوي


نیازموسی خیل،کوټه

په بلوچستان کي که له یوې خوا مذهبي سیاسي ګوندو د اسامه بن لادن د مړیني غندنه کړې او اسامه یې د مسلمانانو یو اتل بللی ،خو له بلي خوا سیاسي او په خاصه توګه،ملت پاله ګوندونو د اسامه مرګ د ترهګرۍ د ختمیدو یوه پېلامه بولي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو صوبایي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخوانۍ غړۍ عبدالرحیم زیارتوال وايي ،چي امریکا به همیشه دا ویل چي اسامه په پاکستان کي دی ،لاکن پاکستان به نه منله اوس نن دا ثابته شوه چي ترهګر چرته دي او څوک یې ساتي؟

عبدالرحیم زیارتوال زیاته کړه چي د دوي ګوند د هر قسمه ترهګرۍ، هغه که د هر چا له اړخه وي،غندنه او مخالفت کوي او غوښتنه کوي چي په پښتونخوا وطن کي دي ترهګرۍ ته د پای ټکۍ کېښودل شي.


د مذهبي سیاسي ګوند،جمعیت علما اسلام مرکزي مشر او د قامي اسمبلۍ غړۍ،مولانا عصمت الله وویل،چي دا د امریکا یوه پلمه ده.په اصل کي امریکا له افغانستان څخه ځان ایستل غواړي،ولي چي امریکه هلته ناکامه شوې ده.نو له دغه وجي یې دغه بهانه جوړه کړه،چې نړۍ ته دا ووایي چي موږ خپل هدف تر لاسه کړ او جنګ مو وګټلی .

مولانا عصمت الله زیاته کړه،چي افسوس او خوا خوږي دا ده چي اوس به پاکستاني حکمرانان څه کوي،ولي چي اوس به د امریکا له اړخه د دوي هغه تنخوا بندېږي، چي دوی به د اسامه او القاعدې پر نامه اخیستله.

بلوڅ ملت پاله ګوند،بلوچستان نیشنل پارټۍ مینګل ډلې صوبایي مشر ډاکټر جهانزیب جمالدیني وايي، ٫٫په بلوچستان او پښتونخوا کي چي کومه ترهګري روانه ده ،موږ یې سخت مخالف یو.هغه که په فرقه ایزه بڼه وي،که په لساني او قامي توګه وي او که هغه د یو ادارې له اړخه وي،د غندلو وړده .نو په دغه لړ کي که له نورو هیوادو څخه خلک دلته د ترهګری کارو لپاره راځي،د هغو لاره دي و نیول شي او سخت ګامونه د یې پر ضد واخیستل شي.بیا به ووایم،څوک چي دلته د مبارزې پر نوم راځي،هغوي دي خپل وطن ته ولاړ شي او هلته دي مبارزې کوي٬٬
XS
SM
MD
LG