د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د خپلو مالونو لپاره د افغانستان شمال پلو ته مخه کړې


ناټو غواړي چې تر ډېره خپل مالونه د افغانستان شمالي لارو څخه راوړي
ناټو غواړي چې تر ډېره خپل مالونه د افغانستان شمالي لارو څخه راوړي
د مشال مرکزي رپوټ

ژباړه ملیحه امیرزاده



په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو لپاره مالونه د پاکستان له لارې وړل کیږي، خو په دې کاروانونو د مودو راهیسې بریدونو امریکا او ناټو اندیښمن کړي دي.
په داسې حال کې چې پینټګان د افغانستان نه د ۲۰۱۴م کال پورې د امریکایی ځواکونو ویستلو پلان لري، د ناټو ځواکونو لپاره په شمال کې د کاروانونو د لارو اهمیت، په زیاتیدو دې. خو څه سیاسې اثرات هم ورسره تړلي دي.


په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جګړې په لړ کې امریکا يي ځواکونه د خوراک، تېلو او د سونګ نورو موادو راوړولو لپاره د ګاونډیو هیوادنو په لارو تکیه کوي.

تر اوسه پورې زیاتره سامان د کراچۍ له بندرګاه افغانستان ته وړل کېږي. خو د دې سامان په کاروانونو باندې د طالبانو لخوا د بریدونو له امله د ناټو پلان جوړونکي اوس د نورو لارو موندلو په تکل کې دي.


په دې نیږدو کې د دوي لوی پام د بالټک او تور سمندرګي په بندرونو او د افغانستان سره نیږدې د منځني اسیا هیوادونو ته اوښتی دی.د دې لارو جال ته ناردرن ډیسټریبیوشن نیټ ورک ویل کیږي.
د امریکا د پینټګان ویاند میجر کریس پیریین د مشال ریډيو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي، چې اوس ۵۰ فیصده مالونه د شمال پلو د لارو په استعمال سره افغانستان ته لیږل کیږي.


په بشکېک کې یوه خبریاله دي یر دې ټاینن وایی، چې د سونګ مواد یا د فیول د رسد سره د دې لارو اهمیت نور هم زیات شوی دی. ((هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو لپاره ۶۰ فیصده د سونګ مواد) فیول( د شمال پلو کاروانونو د لارې په استعمال سره لیږل کیږي. نو که تاسو دا فکر وکړی که چیري له یوې وجې دا لارې هم بندې شي او دوي ته ۶۰ فیصد د فیول رسد هم نه ملاویږي، نو تاسو ددې لارو د لارو اهمیت اندازه لګولی شی. ))

د ناردرن ډیسټریبیوشن نیټ ورک دوه برخې دي. یوه برخه د بالټک سمندر نه شورو کیږي، د روس او کازقستان د ریل ګاډو پخوانۍ لارو سره تیریږي، چې بیا ازبکستان ته وردننه شي او بیا د ایران د ترمز پولې سره نیږدې افغانستان ته ځي.

جنوبي برخه د جورجیا بندرګاه نه شورو کیږي.او د آزربایجان او قازقستان له لارې ازبکستان ته رسیږي. په دې کې د جنوبي برخې اهمیت په ازبکستان کې د کوریایی ایرلاین لخوا د ناوایی هوایی میدان پیلولو له امله هم زیات شوی دی.

ددغه هوايي میدان د اهمیت په اړه په برنارډ کالج کې یو مرستیال پروفیسر الیکسانډر کولي وایي ،((د ازبکستان د سرچینو له مخې ، د تیر کال راهیسې، د ناوایی په هوایی میدان کې ټریفک زیات شوی دی . او د ناوایی ګټه لس چنده زیاته شوې ده. نو په دې سیمه کې په ټریفک کې کافي زیاتوالې راغلې. که څه هم امریکا نه غواړي چې د لارو په اړه خبرې وکړي، خو موږ ته داسې اندازه شته چې د ازبکستان د مرکز له لارې کافي سامان وړل کیږي.))

د کوریایی اییر لاین سره د امریکا د دفاع وزارت کارکونکو ډیرې معاهدې کړي.
امریکا د ازبکستان سره په دې پروژه باندې چپ ده، خپله د ازبکستان استبدادي حکومت هم په دې اړه محتاطه ده. خو د واشنګټن او تاشقند تر مینځ په تعلقاتو اثر کولی شي. چې څه موده مخکې خراب وو.

د دې نه علاوه د روس او امریکا تر مینځ په تعلقاتو کې بیا ښه والې هم د ناردرن ډیسټریبیوشن نیټ ورک اهمیت زیاتوي. بل پلو ترکمانستان چې د ګیس ډیرې سرچینې لري، په افغانستان کې د بهرني ځواکونو د فیول ضرورت لپاره مهمه ذریعه ده .


د دې لارو په استعمال کې جنګي مالونه نه وړل کېږي. د ناټو یو چارواکې مارټن هارورډ وايي،((زما په خیال لومړنۍ معاهده د وسلو په اړه نه وه. نو موږ ګورو چې آیا وسله د دې معاهدې برخه ګرځیدلې شي که نه؟ موږ دا هم په پا م کې نیسو چې خپل سامانونه له همدې لارې له افغانستان نه دباندې وباسو. دا وخت موږ په دې اړه د روس او نورو ګاونډي هیوادونو سره خبرې کوو ))

د روسیې خبري اژانس وايي، روس په افغانستان کې د عملیاتو لپاره امریکا ته د خپلې لارې استعمال اجازه ورکړې. ډیری پوهان په دې نظر دي چې آیا دا ګام د روس لخوا دا ژمنتیا ښيي چې په افغانستان کې دې ناټو ځواکونو ته کامیابی تر لاسه شي.
XS
SM
MD
LG