د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ د نړیوال جام دویم پړاو


د شاهید اپرېدي په مشری د پاکستان کرکټ لوبډله په جهاني سالیو کې تر دامهاله ښه ځلېدلې ده
د شاهید اپرېدي په مشری د پاکستان کرکټ لوبډله په جهاني سالیو کې تر دامهاله ښه ځلېدلې ده


د کرکټ د نړیوال جام د لومړي پړاو لوبې چې د فرورۍ میاشتې پر ۱۹مه نېټه پیل شوې وې د مارچ پر ۲۰مه نېټه پای ته ورسېدې او له ۱۴ لوبډلو څخه اته لوبډلې په دې کې بریالۍ شوې چې کوارټر فائنلونو ته ورسېږي.

په لومړي پړاو کې ټولې ۴۲ لوبې تر سره شوې. په دې لوبو کې له اې ګروپ څخه پاکستان ، سري لنکا ، اسټرېلیا او نیوزي لېنډ کوارټر فائنل ته وتلي دي او له بي ګروپ څخه جنوبي افریقا ، هند ، انګلستان او ویسټ انډیز په کوارټر فائنلونو کې ځای موندلی دی.

د لومړي کوارټر فائنل لوبه به د مارچ پر ۲۳ مه د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ تر سره کیږي. په دویم کوارټر فائنل کې به هند د مارچ پر ۲۴مه نېټه له اسټرېلیا سره لوبه کوي.

جنوبي افریقه او نیوزي لېنډ به د مارچ پر ۲۵ مه نېټه په دریم کوارټر فائنل کې یو د بل مقابله کوي.او د څلورم کوارټر فائنل په لوبه کې به د مارچ پر ۲۶مه نېټه سري لنکا د انګلستان سیالۍ ته راوزي.

که چیري پاکستان ویسټ انډیز او هند اسټرېلیا ته ماته ورکړي نو به دویمه نیمه پای لوبه یا سیمي فائنل د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د هند او پاکستان تر منځ د هند د موهالي په ښار کې تر سره کیږي.

دا چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ په تر سره کېدونکې لوبه کې د کومې لوبډلې د بریالی کېدو امکان زیات دی. د پاکستان پخواني لوبغاړي حنیف محمد مشال ریډیو ته وویل ،ً ً لومړی دا چې لوبه د ډهاکې په میدان کې تر سره کیږي. نو هلته داسې پیچ دی چې د سپینرانو مرسته کوي ، له پاکستان سره سپینران ښه دي ، خو داسې لیدل کېږي چې ویسټ انډیز د پاکستان غوندې تکړه سپینران نشته. نو پاکستان په دې لوبه کې مظبوط مالومیږي هغه ځکه چې پاکستان پر دې میدان ډېرې لوبې کړې دي او ویسټ انډیز دومره نه دي کړي. نو ځکه ویلای شو چې پاکستان به په دې لوبه کې پر ویسټ انډیز زورور ويً ً .

د هند او اسټرېلیا تر منځ د دویم کوارټر فائنل په اړه حنیف محمد زیاته کړه، ً ً دا به یوه ډېره په زړه پورې لوبه وي چې د هند د احمداباد په میدان کېږي. د هند لوبډلې ته به دا ګټه وي چې د هغوي کورنی میدان دی. خو لوبه به ډېره ښه وي او هره لوبډله چې پچه وګټي نو زما په خیال چې لومړی به د بېټنګ کولو هڅه کوي چې د څه نا څه ۳۰۰ منډو هدف وټاکي چې پرمخالفه لوبډله فشار زیات کړي ً ً .


خو د جنوبي افریقا او نیوزي لېنډ تر منځ د دریم کوارټر فائنل به څومره په زړه پورې وې او کومه ډلې برلاسې ښکاري.د پاکستان د کرکټ قومي ډلې پخوانۍ لوبغاړي حنیف محمد وویل، ً ً دا به د نیوزي لېنډ لپاره لږ څه په دې ښه وي چې دا لوبه به هم په ډهاکه کې وي نو د نیوزي لېنډ د سپینرانو لپاره به مرسته وي. خو له جنوبي افریقا سره بیا داسې تکړه سپینران نشته د هغوی تېز بالران ښه دي. او بله دا چې جنوبي افریقا چې په دې کپ کې څه ډول لوبه کړېده نو له هغه څخه داسې ښکاري چې د ګټلو امکان یې زیات دیً ً .

دا چې د سري لنکا او انګلستان تر منځ تر سره کېدونکی څلورم کوارټر فائنل به څوک وګټي. حنیف محمد وویل،ً ً سري لنکا دا لوبه د کولمبو په ښار کې کوي نو له یوې خوا یې میدان خپل دی او بل یې سپینران ښه دي. خو د انګلستان لوبډله له دې امله کمزورې ده چې دوه لوبغاړي یې بیرته هیواد ته ستانه شوي دي. نو زما په خیال په دې لوبه کې د دې امکان زیات دی چې سري لنکا یې وګتيً ً .


د لومړي پړاو په لوبو کې د سري لنکا کپتان کمار سنګاکارا په شپږو لوبو کې ۳۶۳ منډې کړي دي او په شخصي زیاتو منډو جوړولو کې پر لومړي نمبر دی.

پر دویم نمبر د انګلستان لوبغاړی جانتن ټراوټ دی چې په شپږو لوبو کې یې ۳۳۶ منډې کړي دي. او د انګلستان بل لوبغاړی انډریو سټراس په شپږو لوبو کې ۳۲۹ منډې کړي دي او پر دریم نمبر دی.

په بولینګ کې د پاکستانۍ لوبډلې کپتان شاهد خان اپرېدي په شپږو لوبو کې ۱۷ وکټونه اخیستي دي او پر لومړي نمبر دی.

د هند د لوبډلې تېز بالر ظهیر خان بیا په شپږو لوبو کې ۱۵ وکټونه اخیستي دي او پر دویم نمبر دی. او د جنوبي افریقې کیڼ لاسي باولر روبن جهان پټرسن په شپږو لوبو کې ۱۴ وکټونه اخیستي دي او پر دریم نمبر دی.
XS
SM
MD
LG