د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ د نړیوال جام په لړ کې به نن دوې لوبې تر سره کیږي.





لومړۍ زمبابوې د کنېډا پر وړاندې د هند د ناګپور په ښار کې لوبیږي چې هم دا اوس پیل شوې ده. زمبابوې پچه ګتلې او لومړی یې د بېټنګ کولو پرېکړه کړېده.

د نن دویمه لوبه به د ویسټ انډیز او هالېنډ ترمنځ د نوي ډلي د ښار په میدان کې تر سره کیږي. دا لوبه به د پېښور له وخت سره سم د ماسپښین پر دوې بجې پیلېږي.

تېره شپه د هند او انګلستان تر منځ تر سره شوې لوبه برابره پاته شوې وه.
XS
SM
MD
LG