د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال جام : اسټرېلیا نیوزي لېنډ ته ماتې ورکړه


استرالییا نیوزی لېنډ ته په اوو وکټونو ماتې ورکړه
استرالییا نیوزی لېنډ ته په اوو وکټونو ماتې ورکړه


د کرکټ د ۱۰م نړیوال کپ په اتمه لوبه کې اسټرېلیا د نیوزي لېنډ لوبډلې ته په اووه وکټونو ماتې ورکړه.

د اسټرېلیا کپتان رکي پونټنګ پچه وګتله او لومړی یې د نیوزي لېنډ لوبډلې ته د بېټنګ کولو بلنه ورکړه. هغوي په ۴۵.۱ اورونو کې پر ۲۰۶ منډو وسوځېدو.

د نیوزي له خوا نېتن مېکولم تر ټولو زیاتې ۵۲ منډې وکړې او د اسټرېلیا له لورې مچل جهانسن تر ټولو ښه بالنګ وکړ او په ۹.۱ اورونو کې یې ۳۳ منډې ورکړې او څلور وکټونه یې واخیستل.

د اسټرېلیا له لورې د ۲۰۷ منډو د هدف ترلاسه کولو لپاره شېن واټسن او بریډلې هېډن د لوبې پیل وکړ. دې لوبغاړو د لومړي وکټ په شراکت ۱۳۳ منډې وکړې. شېن واټسن ۶۲ او بریډلې هېډن ۵۵ منډې جوړې کړې او وسوځېدو.

د اسټرېلیا لوبډلې په ۳۴ اورونو کې ۲۰۷ منډې وکړې او لوبه یې وګتله. د نیوزي لېنډ له خوا همیش بینیټ په اوو اورونو کې ۶۳ منډې ورکړې او ۲ وکټونه یې واخیستل.
XS
SM
MD
LG