د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ د نړیوال جام تاریخ ته لنډه کتنه


اسټرېلییا د مېلبورن په لوبغالي کې پاکستاني کرکت لوبډلې د عمران خان په مشری د کرکټ نړیوال جام پورته کړ.۱۹۹۲م کال د مارچ ۲۵ نېته
اسټرېلییا د مېلبورن په لوبغالي کې پاکستاني کرکت لوبډلې د عمران خان په مشری د کرکټ نړیوال جام پورته کړ.۱۹۹۲م کال د مارچ ۲۵ نېته
بوریوال کاکړ مشال رېډیو

د کرکټ د ۱۰م نړیوال جام لوبې د فبرورۍ له ۱۹مې ڼېټې څخه په بنګله دېش کې پیل شوې.

دا ځل به دا لوبې په درې هیوادونو لکه بنګله دېش ، سري لنکا او هند کې تر سره کیږي.

په پاکستان کې به هم ځینې لوبې تر سره کېدې ، خو د ۲۰۰۹م کال د مارچ میاشتې پر ۳مه نېټه د لاهور په ښار کې د سرې لنکا پر کرکټ لوبډله تر برید وروسته په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له امله د کرکټ نړیوالې شورا دا پرېکړه وکړه چې د پاکستان د برخې لوبې به هم په دې نورو درې هیوادونو کې تر سره کیږي.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې تر اوسه په تر سره شوو ټولو اتلولیو کې برخه اخیستې ده ، خو یوازې په ۱۹۹۲م کال کې د نړیوال کپ په ګټلو وتوانېدله.

د کرکټ لومړی نړیوال جام

د کرکټ د نړیوال جام سفر په ۱۹۷۵م کال کې پیل شوی وو او د لومړي نړیوال جام لوبې د ۱۹۷۵م کال د جون له ۷مې نېټې څخه د جون تر ۲۱مې نېټې پورې په انګلستان کې تر سره شوې وې.

په دې لوبو کې یوازې ۸ لوبډلو برخه اخیستې وه او په هغه وخت کې یو اننګز پر ۶۰ اوورونو مشتمل وو. د دې جام د پای لوبه د اسټرېلیا او ویسټ انډیز تر منځ د انګلستان د لارډز په میدان کې شوې وه.

ویسټ انډیز لومړی بېټنګ کړی وو او د اتو لوبغاړو په سر یې ۲۹۱ منډې کړې وې. په ځواب کې د اسټرېلیا ټول لوبغاړي په ۵۸.۴ اورونو کې د ۲۷۴ منډو له جوړولو وروسته سوځېدلي وو.

دا ډول د ویسټ انډیز لوبډلې په ۱۷ منډو بریا ترلاسه کړې وه او د کرکټ لومړۍ نړیواله اتلولي یې ګتلې وه.

د کرکټ دویم نړیوال جام

د کرکټ د دویم نړیوال جام لوبې هم د ۱۹۷۹م کال د جون له ۹مې نېټې څخه د جون تر ۲۳مې نېټې پورې په انګلستان کې تر سره شوی وې. د دې لړۍ په پای لوبه کې چې د انګلستان د لارډز په میدان کې تر سره شوې وه ، ویسټ انډیز له انګلستان سره مخامخ شوی وو.

ویسټ انډیز لومړی بېټنګ کړی وو او د ۹ لوبغاړو په سر یې ۲۸۶ منډې کړې وې. په ځواب کې د انګلستان لوبډله په ۵۱ اورونو کې له ۱۹۴ منډو جوړولو وروسته سوځېدلې وه.

د ویسټ انډیز لوبډلې نه یوازې دا لوبه په ۹۲ منډو ګټلې وه بلکه په دویم ځل یې ځان د کرکټ د نړیوال جام اتل کړی وو.



د کرکټ دریم نړیوال جام

د کرکټ د دریم نړیوال جام لوبې هم په دریم ځل د ۱۹۸۳م کال د جون میاشتې له ۹مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې په انګلستان کې تر سره شوې وې. د ویسټ انډیز لوبډله په پرله پسې توګه په دریم ځل پای لوبې ته وتلې وه چې مقابله یې د انګلستان د لارډز په میدان کې د هند له لوبډلې سره تر سره شوې وه.

د هند لوبډلې لومړی بېتنګ کړی وو او په ۵۴.۴ اورونو کې یې ۱۸۳ منډې کړې وې او ټول لوبغاړي یې سوځېدلي وو. په ځواب کې د ویسټ انډیز د لوبډلې ټول غړي په ۵۲ اورونو کې له ۱۴۰ منډو جوړولو وروسته سوځېدلي وو.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې په ۴۳ منډو کامیابي ترلاسه کړې وه او په لومړي ځل یې د کرکټ نړیوال جام ګټلی وو.

د کرکټ څلورم نړیوال جام

د کرکټ د څلورمې نړیوالې اتلولۍ لوبې د ۱۹۸۷م کال د اکتوبر له ۸مې نېټې څخه د نومبر تر ۹مې ڼېټې پورې په هند او پاکستان کې ترسره شوې وې. په دې لوبو کې مهم بدلون دا وو چې یوه لوبه له ۶۰ اوورونو څخه ۵۰ ته را لنډه شوې وه.

د دې لړۍ د پای لوبې ته د انګلستان او اسټرېلیا لوبډلې وتلې وې چې د هند د کلکتې د ښار په میدان کې تر سره شوې وه. د اسټرېلیا لوبډلې لومړی بېتنګ کړی وو او په ۵۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سر ۲۵۳ منډې کړې وې. د انګلستان لوبغاړي د دې هدف د پوره کولو لپاره لو بېدلي وو او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سر ۲۴۶ منډې کړې وې.

داسې د اسټرېلیا لوبډلې دغه لوبه په ۷ منډو ګتلې وه او د کرکټ نړیوال جام یې د ځان په نوم کړی وو.

د کرکټ پنځم نړیوال جام
د برتانییا د کرکټ لوبغاړی این بوتم


په پنځم ځل د کرکټ د نړیوال جام لوبې د ۱۹۹۲م کال د فرورۍ میاشتې له ۲۲مې ڼېټې څخه د مارچ تر ۲۵مې نېټې پورې په اسټرېلیا او نیوزي لېنډ کې ترسره شوې وې.

د دې نړیوال جام د پای لوبه د پاکستان او انګلستان تر منځ د اسټرېلیا د ملبورن په ډګر کې تر سره شوې وه.

پاکستان لومړی بېتنګ کړی وو او په ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سر ۲۴۹ منډې کړې وې. په ځواب کې د انګلستان ټول لوبغاړي په ۴۹.۲ اورونو کې سوځېدلي وو. د پاکستان لوبډلې د عمران خان په مشرۍ کې په دې لوبه کې په ۲۲ منډو بریا ترلاسه کړې وه او د کرکټ نړیوال جام یې ګټلی وو.

د کرکټ د پنځم نړیوال جام لوبې له دې کبله هم په زړه پورې وې چې د جنوبي افریقې لوبډلې په کې په لومړي ځل ګډون کړی وو او هم دا ډول په لومړي ځل په کې سپین بالونه او رنګینې وردۍ کارول شوې وې.

د کرکټ شپږم نړیوال جام

د کرکټ نړیواله اتلولي په شپږم ځل په هند ، پاکستان او سري لنکا کې د ۱۹۹۶م کال د فرورۍ له ۱۴مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې تر سره شوې وه.

د دې لړۍ په پای لوبه کې سري لنکا او اسټرېلیا یو له بل سره مخامخ شوي وو.

دا لوبه د پاکستان د لاهور په ښار کې ترسره شوې وه. د اسټرېلیا لوبډلې لومړی بېټنګ کړی وو او په ۵۰ اورونو کې ۲۴۱ منډې کړې وې او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د سري لنکا لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۶.۲ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سر پوره کړی وو او نړیوال جام یې ګتلی وو.
د هند او بنګله دېش ترمنځ د لسم جام سیالیو لوبه د فبرورۍ پر ۱۹ مه نېټه

د کرکټ اووم نړیوال جام

په اووم ځل د کرکټ د نړیوال جام لوبې د ۱۹۹۹م کال د می له ۱۴مې نېټې څخه د جون تر ۲۰مې ڼېټې پورې په انګلستان کې ترسره شوی وې.د د ې لړۍ د پای لوبه د انګلستان د لارډز په دګر کې د اسټرېلیا او پاکستان تر منځ لوبېدلې وه.

د پاکستان ټول لوبغاړي په ۳۹ اورونو کې د ۱۳۲ منډو له جوړولو وروسته سوځېدلي وو. د اسټرېلیا لوبډلې په ۲۰.۱ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سر ټاکل شوی هدف پوره کړی وو او په دویم ځل یې د کرکټ نړیوال جام خپل کړی وو.

د کرکټ اتم نړیوال جام

د کرکټ اتم نړیوال جام د ۲۰۰۳م کال د فرورۍ میاشتې له ۹مې نېټې څخه د مارچ تر ۲۴مې ڼېټې پورې په جنوبي افریقه ، زمبابوې او کېنیا کې تر سره شوی وو.

پای لوبې ته د هند او اسټرېلیا لوبډلې وتلې وې چې تر منځ یې لوبه د جنوبي افریقې د جوهانسبرګ د ښار په میدان کې تر سره شوې وه. د اسټرېلیا لوبډلې لومړی بېټنګ کړی وو او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سر ۳۵۹ منډې کړې وې.

په ځواب کې د هند ټول لوبغاړي په ۳۹.۲ اورونو کې له ۲۴۳ منډو جوړولو وروسته سوځېدلي وو. له دې سره د اسټرېلیا لوبډلې دغه لوبه په ۱۲۵ منډو ګټلې وه او په دریم ځل د کرکټ د نړیوال جام اتله شوې وه.

د کرکټ نهم نړیوال جام

د کرکټ د نهم نړیوال کپ لوبې د ۲۰۰۹م کال د مارچ میاشتې له ۱۳مې نېټې څخه د اپرېل تر ۲۸مې نېټې پورې په ویسټ انډیز کې تر سره شوې وې.

د پای لوبه یې د اسټرېلیا او سري لنکا د لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډیز د بریج ټاؤن په میدان کې تر سره شوې وه.

د اسټرېلیا لوبډلې لومړی بېتنګ کړی وو او په ۳۸ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سر ۲۸۱ منډې کړې وې. وروسته د باران له کبله له سري لنکا څخه ځینې اورونه او له اسټرېلیا څخه ځینې منډې ګرزول شوې وې. خو بیا هم د سري لنکا لوبغاړو په ۳۶ اورونو کې ۲۱۵ منډې کړې وې خو لوبه په ۵۳ منډو د اسټرېلیا په ګټه پای ته رسېدلې وه.

دا د اسټرېلیا د لوبډلې څلورم ځل وو چې د کرکټ نړیوال جام یې له ځانه سره خپل هیواد ته وړی وو.

د کرکټ ۱۰م نړیوال جام

د کرکټ د ۱۰مې نړیوالې اتلولۍ لوبې د ۲۰۱۱م کال د فبرورۍ میاشتې له ۱۹مې نېټې څخه د اپرېل تر ۲مې نېټې پورې په بنګله دېش ، س ري لنکا او هند کې تر سره کیږې. په دې لوبو کې ټولې ۱۴ لوبډلې برخه لري.


دا به د ۲۰۱۱م کال د اپرېل پر ۲ مه نېټه د هند د ممبۍ په ښار کې مالومیږي چې د ۲۰۱۱م کال نړیوال جام به د کوم هیواد په برخه رسیږي.
د کرکټ ۱۰ م نړیوال جام سیالي په هند،سري لنکا او بنګله دېش کې روانې دي
XS
SM
MD
LG