د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جاپان یو ساینسپوه په کلوننګ ماموت هاتیان رامنځ ته کول غواړي


د ۵۰,۰۰۰ کاله پخوا د وړۍ وزمه هاتي یو ه ډانچه
د ۵۰,۰۰۰ کاله پخوا د وړۍ وزمه هاتي یو ه ډانچه
په جاپان کې یو ساینس پوه پر یو لانجمنه پروژه کار کوي چې د هاتیانو د ماموت په نامه یو ذات بیرته ژوندي کړي چې نسل یی اوس له مېنځه تللی دی. دغه هاتيانو پر بدن وړۍ هم لرلې.
د دې پروژې لپاره به دغه ساینس پوه په روس کې د دې هاتي د ډهانچې نه ډي این اې تر لاسه کړي، چې د ژوند بنیادي خښته ده .که څه هم د دې پروژې مخالفت کیږي ، خو بیا هم د دې په ملاتړو څه اثر نه دې شوې.


هر ساینسپوه خواهش لري چې د کینسر یا د ایډز غوندې د مرض علاج پیدا کړي او دا یوه ډېره خیالوره موخه ده. خو لس زره کاله وړاندې وړۍ وزمه ماموت په نامه د هاتیانو د یوه نسل غبرګولې جوړه پیدا کول یو لانجمنه پروژه ده چې په جاپان کې پرې یو ساینس پوه د روسیی په مرسته کار کوي.

د جاپان په کنکي یونیورسټۍ کې د ټیکنالوجۍ د پرمختګ لپاره د انسټی ټیوټ مشر پروفیسر آکیره ایریتاني د تیرو ۱۳و کلونو نه د میموت بیا جوړولو پروژه باندې کار کوي.”اوس چې کوم انسانان ژوند کوي، دا د هغوي ذمه واري ده، چې له مېنځه تللی ژوي بیرته را ژوندي کړي. ځکه چې زموږ د کلتور ځینو برخو د دوي د ژوند چاپیریال تباه کړې. “

د روسیې په ټاپووزمه یمل کې یو کنګل شوي وړوکي مېمت هاتي چې لس زره کاله وړاندې مړ شوی دی
په شمال ختیزه سایبیریا کې د کولیما د نهر سره نیږدې د طبعیې خوندي توب لپاره د پلایسټوسین پارک په نامه یو شخصي ځایی دې. دلته به پخوا وړۍ وزمه هاتیان اوسېدل. هم دغه ځای په راتلونکي کې د دې هاتیانو لپاره يو ښه طبعي ځایی جوړیدای شي.

سرجي زیموف چې د دې پارک ژغورونکې دې، هڅه کوي چې د داسې ژوو لپاره چې څه وخت کې به په هر ځایی کې موجود وو، د ۱۰۰۰۰و کالو مخکې غوندې یو طبعیی ځایی جوړ کړي،”دا زما ذمه واري ده چې د دې هاتي د ژوند لپاره ضروري طبعیې حالات تیار کړم. او زه په دې پروژه کې بریالې شوې یم. نو اوس که څوک دومره پیسې لري چې دغه هاتي بیرته ژوندې کړي ، نو موږ به دې ته تیار یو. “

بلخوا پروفیسر ایریټاني هیله مند دې چې په راتلونکي ۵ و کلونو کې به د دغه هاتي د نسل کاپي تیاره کړي. هغه دا پلان لري چې د یو عام هاتي د اګۍ نه به د هغې هسته یا نیوکلیس لرې کړي او پر ځایی به یی د ماموت د کنګل شوې نمونې نه ډي این اې ورواچوي. د دې لارې به یو جنین یا اېمبریو جوړه شي چې د هاتي په رحم کې به ایښودلی شي. بیا به ۲۲ میاشتو وروسته یو ماموت پیدا شي.
خو بلخوا بیا ژغورونکي او لرغون پوهاند د دې پروژې په اړه اندیښنې لري او وایی چې د دې پر ځایی دې د هغه ژوو د ساتنې لپاره فنډونه ولګول شي چې ژوند ته یې خطره ورپېښه ده.

په لندن کې د طبعي تاریخ په میوزیم کې یو لرغون پوهاند وايی چې آیا دغه ماموت یا هاتي به د ژوند کولو لپاره طبعیی ځایی ولري او که نه؟
”ددې هاتيانو د اوسېدو اصلي طبیعي ټاتوبۍ تقریبا ورک شوی دی ، نو ځکه کیدې شي ددې نسل زرګونه کاله مخکې له مینځه تللی وي . نو د شمال پلو هغه ورشو چې د دې هاتي د اوسیدلو ځایوو اوس نشته ،نو په داسې حالاتو کې به دوی په يو ځایی کې ایسار ساتلی شي. ٬٬

د امریکه په نبریسکا کې په یو ژوبڼ کې د بیا زیږونکې یوه ساینس پوهه نایډه لوسکټوف چې د پروفیسر ایریټاني او د هغه ټولګي یوه غړې پاتې شوې، په دې پروژه کې له برخې اخیستو ډډه وکړه. هغه وایی،”زما لپاره پر یوه داسې پروژه لګښتونه او وسایل لګول واره نه خوري. زما په فکر ټول فنډونه او سرچینې دې د ختم شویو ژوو د نسلونو بیرته ژوندي کولو پر څای پر اوسنیو ژوندیو ژویو چې ژوند یې له خطر او د ګواښ سره مخا مخ دی ولګول شي. “

په دې پروژه باندې د مخالفت نه پرته به په راتلونکي اوړي کې پروفیسر ایریټاني د دې هاتي د ټشو یا د نسج ښه نمونه تر لاسه کولو لپاره سایبیریا ته ځي.
XS
SM
MD
LG