پښتا نه د ژوند ژواک سپیځلی قدرونه لری چې بنیاد يی له يو بل سره په مرسته او په ټولنيز ژوند کی د ټولو غړو په برابرۍ ولاړې دی . د دنګو دنګو غرونو، اوږدو اوږدو مېرو او ګلورينو درو په لمن کی اباد پښتانه د یوه لرغوني تاريخ او شتمن کلتور خاوندان دي .
د يوې اندازې له مخې د افغانستان او پاکستان تر مينځ پر ډیورنډ کرښه دواړه غاړو ته خواوشا ۵۰ میلیونه پښتانه ژوند کوی . که څه هم دا سیمه له تيرو ۳۰ کلونو راهیسی د بی کرارۍ په لمن کی ده خو بیا هم د سیمې خلکو خپل کلتوري ، ولسي او ټولنیز ژوند د خپلو ټولو رنګونو او اهنګونو سره ژوندی ساتلی دی .
د پښتنو سیمه که یو خوا د فطرت په رنګونو ښایسته ده نو بل خوا په بېلا بېلو قدرتي سرچینو ډکه او بدای ده . خو تر اوسه له دې وسیلو پوره ګټه نه ده پورته شوې چې له کبله يی په لکونه پښتانه له خپلې خاورې لري په بهر هیوادونو کی محنت مزدوري کوي .
د مشال ریډیو خپرونه (زما کور زما کلی) هره اونۍ د پښتنو د کلتوري او ټولنیز ژوند بیلابیل اړخونه وړاندې کوي او دوی ته د روغتیا ، زد کړو ، او پرمختیا په اړه په ورپیښو ستونځو بحث کوی .
دا خپرونه شاهین بونیرۍ په سیمه کی د مشال ریډیو د خبریا لانو په مرسته وړاندې کوي .