د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحمت شا ه سایل له شاعرۍ تر نثره


د پښتو وتلی شاعر رحمت شا ه سایل
د پښتو وتلی شاعر رحمت شا ه سایل
رحمت شاه سایل د پښتو ژبې پیژندل شوی شاعر د هر پښتون په زړه کې اوسیږي ،ځکه چې دې کس د زړه نه د شاعرۍ له لارې د پښتنو خدمت کړی دی.
دهغه هنري ژوند خو ټولو ته معلوم دی، چې یو ډېر تکړه لیکوال ، شاعر او خبریال دی .راځی چې دهغه د ژوند دکتاب څه داسې پاڼې هم را واړوو چې ښايي ډیرو ته به نه وي معلومې :
رحمت شا سایل تر څلورم جوماته پورې سبک د سمرانېزو دورتیر کلي په ګورنمنټ پرایمري سکول کې ویلی دی ، خو د سکول د ودانۍ دننه سبک ته یې زړه تنګ شو او د فطرت په لمن کې یې پراخې مطالعې ته بډه ووهله.
هغه په سکول کې د خپل تعلیمي ژوند ټاکلي علمي کتابونه ونه لوستل خو د نړۍ د بیلا بیلو علمونو او هنرونو بې شمېره کتابونه یې مطالعه کړل او پخپله یې هم پښتو ادب ته ۱۲ کتابونه ډالۍ کړل.
دده اولنی کتاب (د ویر په چم کې وار د نغمو دی نومیدو) چې پښتنو قدردانو ډیر خوښ کړلو ، دده د شاعرۍ وروستی کتاب ( ستا خبرې د سندرو سرنامې دي ) نومیږي او ښه خبره بیا داده چې اوس ښاغلي سایل نثر ته هم مخه کړې ده. دهغه چاپ شوی دولسم کتاب ( اخري سندره ) نومیږي چې افسانې دي او د خدايي خدمت ګار غورځنګ دمشر باچاخان په اړه یې یو لیکل شوی کتاب همدا اوس تر چاپي پړاو لاندې تېریږي.
رحمت شا سایل نن سبا د پېښور په باچاخان مرکز کې کار کوي او د پښتون مجلې چیف ایډیټر یا مسوول مدیر دی.
رحمت شا سایل وايي ددوی په کلي ( ورتېر ) سم راڼیزي ملاکنډ کې د پیدایش د ورځو د لیکلو رواج نه و نو ځکه دده اصلي تاریخ پیدایش هم معلوم نه دی ، خو په سرټیفیکیټ او شناختي کارډ کې دده د پیداکیدو کال نولس سوه پنځوس لیکل شوی دی.نو په دې حساب دی اوس تقریبا شپیته کلن دی.


د سایل یوه څلورېزه
دا وګړی په وجود څومره غني دی
خو په برخه جوارګر دی تاواني دی
تار تار پروت دی چا راټول نه کړو سایله
د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دي
XS
SM
MD
LG