د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېکفارلېن: د پاکستان ستونزه باید حل شي


افغان او امریکايي پوځیان په ارغنداب کې د ګزمې پر مهال- د ۲۰۱۰ ز کال د سپټمبر میاشت
افغان او امریکايي پوځیان په ارغنداب کې د ګزمې پر مهال- د ۲۰۱۰ ز کال د سپټمبر میاشت

په واشنګټن ټایمز ورځپاڼه کې د امریکا د ولسي سلامتیا پخوانی مشاور رابرټ مېکفارلېن لیکي ((له نهو کالونو راهیسې چې په افغانستان کې جګړه پیل شوې، په هېواد او په سیمه کې ډېر بدلون راغلی دی. خو پوښتنه دا ده چې ایا په افغانستان کې اصلي موخې لاس ته راوړل شوې دي؟ او ایا ګاونډي پاکستان ته غزول شوی مقصد سم دی او که دی نو څنګه به په یوه خاص وخت کې د زغم وړ لګښت سره ثبات راوستی شي.))

مېکفارلېن لیکي نهه کاله اګاهو د سپتمبر د یولسمې د پېښو له کبله په افغانستان کې جګړه پیل شوه او نن جنرال ډېوېډ پیټرييس په دې هېواد کې د یاغیتوب پر ضد د امریکايي او د نورو ځواکونو قوماندان دی. اوس دا نه ده واضحه چې افغان مشران به په یو ځای په افغانستان کې د امنیت او سیاسي استحکام فضا منځ ته راوړي چې دا هېود ټینګ وساتي.

په واشنګټن ټایمز ورځپاڼې کې مېکفارلېن لیکي تر اوسه خو دا نشي کېدای، ځکه چې په هېواد کې اداري فساد او بې صلاحیتي زیاته ده. د افغان ټولنې له هر کچ مسلسل رپورټونه وښيي چې افغانان د خپل حکومت لپاره له سره تر پایه، ترخه او کرکجن احساسات لري. تر هغې چې یوه لاره نه وي جوړه شوې چې د ټولو افغانانو په استازیتوب یو داسې حکومت جوړ کړل شي چې په کې تاجکان، پښتانه، اوزبکان، هزاره ګان او نور نه وي ناست، او د ټولو ستونزو پر وړاندې یوه ټینګه ژمنتیا نه وي، نو په داسې حال کې له راتلونکي اوړي له دې هېواده د ځواکونو د راویستلو د بهیر پیلول به دا هېواد د جنګ سالارۍ او کورنۍ جګړې لومې ته وروغورځوي. او چې افغانستان په داسې کړکېچنو حالاتو کې پرېښودل شو نو دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو د روزنې مرکز وګرځي.
مېکفارلېن لیکي په افغانستان کې د یاد شوي حکومت د جوړولو لپاره د چین، روسیې او هېند مرسته ترلاسه کېدای شي، او دا هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې خپلې ګټې لري.

مېکفارلېن لیکي له دومره ښې پایلې سره دا پوښتنه راولاړېږي چې له پاکستان سره به څه کېږي؟ په پاکستان کې ۱۷۳ مېلیونه خلک اوسي، او د ۶۳ کالونو د تاریخ پر مهال یې لږه موده استحکام لیدلی دی. دا هېواد د ځمکوالو او د پوځ د حکومتونو ترمنځ د کش وګیر له لارې چلول کېږي، او دې دواړو ډلو داسې هیڅ لار را و نه ویستله چې طاقت ووېشي او د هېواد سرچینې په سم ډول انتظام کاندي او یواځې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي. مېکفارلېن لیکي د دې هېواد د بودیجې یا بجټ خواوشا ۸۰ فیصده برخه پوځ ته ځي چې هیڅ ګواښ ورته مخامخ نه دی او یا هم د بجټ پیسې د قامي پورونو د پرې کولو لپاره په کار راځي. نو په دې ډول د دې هېواد اوسېدونکي بې تعلیمه پاتې کېږي او په همدې ډول د سرچینو کمښت دا خلک له نېستمنۍ سره مخامخ کړي دي.

په پاکستان کې د چاودنې له کبله ژوبل شوی شپږ کالن ماشوم- د ۲۰۱۰ ز کال د ډېسېمبر میاشت


په واشنګټن ټایمز ورځپاڼې کې رابرټ مېکفارلېن لیکي چې د دې ستونزو په رڼا کې له تېرو ۲۵ کالونو راهیسې چې کوم نوی ګواښ پاکستان ته ورمخامخ دی هغه د اټومي وسلې لرونکي دې هېواد وجود ته خطر دی. دا یو داسې خطر دی چې که همداسې موجود اوسي او دا خطر له منځه وې نه وړل شو نو د افغانستان پرتله به یې ننګونې لا نورې زیاتې شي.

په واشنګټن ټایمز ورځپاڼه کې د امریکا د قامي سلامتیا پخوانی مشیر زیاتوي چې په دې هېواد کې پینځه لکه ماشومان د سخت دریځه اسلامپاله ډلو تر اغېز لاندې دي، چې دا غواړي چې ځانونه والوزوي او که په سپینو ټکو کې ولیکل شي نو مانا به یې دا وي چې په په راتلونکیو کالونو کې په اسلام اباد کې منځلاری حکومت نسکور کړي.

مېکفارلېن زیاتوي ((دا ګرانه ده چې تصور شي چې ایا د پاکستان کوم جمهوري حکومت به وکولای شي چې اسلامپاله تباهۍ ته ماتې ورکړي، خو بیا ویل په کار دي چې که داسې ونشو نو اټومي وسله لرونکی هېواد لا نور خطرونه زېږوي.))

XS
SM
MD
LG