د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاوید امیر خیل


جاوید امیر خیل اوس ۲۴ کلن دی او د خپلو شپږو وروڼو په منځ کې په دریم نمبر خو د سندرو په میدان کې نه یوازې له خپلو وروڼو بلکه له خپلو ټولو همځولو نه مخکې دی.
دی په کابل کې زیږیدلی ، خو اصلا یې تعلق د افغانستان د پکتیا ولایت د داریوب دامیر خیل کلي سره دی. ده خپل ماشوم توب په کابل او اریوب کې تیر کړی دی.
دده په وینا کله چې ماشوم و نو سندرې یې خوښېدلې او ددې سره یې هم مینه وه چې ښې جامې واغوندي.
ده ازاده مطالعه او جومات کې زدکړې کړي او د ژوند په رموزو ښه پوهیږي.
جاوید امیرخیل د حکیم جان فریادي د شعرونو او غږ سره د ډیرې مینې د لرلو په اساس د سندرو نړۍ ته مخه وکړه ، خو له ډیر انتظار وروسته ورته د خپلې کورنۍ نه اجازت ورکړل شوه ، ځکه چې ددوی په کورنۍ کې تر ده وړاندې چا سندرې نه وې ویلې .
لومړی غزل یې پنځه کاله وړاندې د افغانستان یوې سیمه یزې ریډيو ته ریکارډ کړو ، دا غزل د جیلاني جیلان و چې دافغانستان یو ځوان او تکړه شاعر دی.
دی وايي چې اوس مهال دافغانستان د ډیرو راډیو ګانو او تلویزونونو نه ددوی سندرې خپریږي او د انتظار ، رازونه ، ډالۍ ، جفا او وفا په نامه یې د سندرو کیسټونه هم خپاره شوي دي.
جاوید امیر خیل نن سبا په کابل کې اوسیږي او خپله ټوله پاملرنه یې د سندرو ریاضت ته ده ، دی دافغانستان د پښتو سندرغاړو په منځ کې دهغو څو کسانو څخه دی چې د شعر انتخاب ته ډیره پام لرنه کوي او تل د ښو طرزونو په لټه کې وي.
XS
SM
MD
LG