د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریالی صمدي د ځوان کل خوږ ژبۍ سندرغاړی


افغان سندرغاړی بریالی صمدي
افغان سندرغاړی بریالی صمدي

بریالی صمدي دافغانستان د ننګرهار سیمې سره تعلق لري او د نن نه ۳۲ کاله وړاندې په ( رېګ شامدخان ) کې یې د استاذ صمدخان کره دنیا ته سترګې غړولي دي.

خدای بخښلی استاذ صمدخان نهه اولادونه لري چې پکې بریالی صمدي یې سندرغاړی دی .

بریالی دکډوالۍ په چاپېرچل کې په پېښور کې لوی شوی او هم هلته یې تر یوه حده لومړنۍ زدکړې کړي ، خو بیا د ځینو ستونزو له امله ترې زدکړې پاتې شوې اود هنر نړۍ ته یې مخه وکړه .

دده اولنی استاد خپله ددوی ماما ( استاذ ستار ) و چې څه دپاسه دوه سوه شاګردان یې لرل او ددغو شاګردانو په منځ کې وړوکي بریالي خپل یو مقام لرلو ځکه چې دی په خپل کار کې ډیر بریالی و.

بریالي صمدي له نن نه ۱۶ کاله وړاندې په اول وار د پېښور ټیلي ویژن په ستوري پروګرام کې سندره وویله او خلکو دده سندره خوښه کړه .

دده لومړی کیسټ چې ده ته یې ډیر شهرت ورکړی ( د شملو وطن نومیږي ) . د نوموړي د سندرو اولس کېسټونه تراوسه خپاره شوي.

بریالی صمدي څلور اولادونه لري چې دوه یې زامن او دوې لوڼې دي.

صمدي دافغانستان د ځوانو هنرمندانو په منځ کې اوچت مقام لري ، دی نه یوازې معیاري غزلې ، بلکه ښه سروکي ، بدلې ، ټپې او سندرې هم وايي .

دی د هغو هنرمندانو څخه دی چې ډیر ښه بانډاري سندرغاړی دی او یوازې په کمپیوټر خپلې سندرې نه کمپوز کوي .

صمدي دامهال د پښتو ژبې په بیلا بیلو تلویزونونو کې سندرې وايي او دده سندرې ډیر زر د شهرت په بام خیژي او بیا یې نور هنرمندان هم وايي.

بریالی صمدي نن سبا په جلال اباد کې اوسیږي او خلکو ته خپله مینه د سندرو د لارې رسوي .

په تاتره خپرونه کې له بریالي صمدي سره نور پروګرام دلته واوری

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG