د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مذهبي مشران: د سلمان تاثير وژنې د نړۍ مسلمانان خوشحاله کړل


د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن احتجاجي جلسې ته وینا کوي
د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن احتجاجي جلسې ته وینا کوي
د پاکستان پنځه سوه منځلارو مذهبي مشرانو خبر دارى ورکړى، که هرڅوک د واکمن ګوند د يوه مهم مشر د مرګ په وير کې برخه واخلي، د هغه له برخليک سره به مخامخ شي.

دوى ويلي، چې وژل شوی ګورنر د ناموس رسالت د قانون مخالف و، ځکه نو د خپل ساتونکي له لوري ووژل شو.

سلمان تاثير چې يو لیبرال سياستوال ګڼل کېده ولسمشر اصف علي زرداري ته نژدې سړى و. رويټرزخبري اژانس په دې باور دى، چې د اسلام اباد په کوهسار مارکېټ کې په روڼه ورځ د دې چارواکي وژل کېدو وښوده، چې حکومت د ١٧٠ مليونه نفوس لرونکي پاکستان د باثباته کولو وس نه لري.

د پنجاب ګورنر “سلمان تاثير” د نهې په ورځ د خپل يوه ساتونکي په ډزو ووژل شو، چې ويل کېږي د ګورنر له هغې نظريې سره جوړ نه و، چې د ناموس رسالت په قانون کې د مرګ له سزا سره یې مخالفت کاوه.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي، پرون په واشنګټن کې د سلمان تاثير د وژنې په باب خبريالانو ته خبرې وکړې:

“زموږ په نظر د پنجاب د والي سلمان تاثير وژنه يوه لوی زیان دی، نوموړى ژمن و، چې د پاکستان د حکومت او خلکو مرسته وکړي، هڅه يې کوله چې دې هېواد ته سوله او ثبات راولي.”


رويټرز اژانس زياتوي، د تاثير وژل کېدو د جنوبي اسيا په دې هېواد، پاکستان کې چې په اټومي ځواک سمبال دى، سياسي بحران نور هم زيات کړ.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار حسین وایی ، د پاکستان حکومت د دې پېښې غندنه کوي، نوموړي له چارواکو وغوښتل، چې کله له رسنيو سره خبرې کوي د الفاظو په کارولو کې دې احتياط وکړي، ميا افتخار حسین وويل، چې دغه قانون به نافذ وي.



د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک وويل، د پنجاب والي يا ګورنر د هغه د ساتونکي ملک ممتاز حسين قادري له لوري په ډزو ووژل شو، چې قادري نيول شوى او پر خپل جرم يې اعتراف کړى دى.

قادري د دنيا په نامه ټلويزيون سره په خبرو کې وويل: “سلمان تاثير کفري خبرې کولې دا يې سزا وه.”

ديني مشرانو د ګورنر وژنه له زړورتيا ډک کار بللى، دوى ويلي چې دې کار په نړۍ کې مسلمانان خوشحاله کړل.
XS
SM
MD
LG