د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لوی اختر دی


پخوا به د اختر پر مهال مېلې ډېرې کېدې خو دا ځل حکومت خلکو ته د اختیاط کولو سپارښتنه کړې.
پخوا به د اختر پر مهال مېلې ډېرې کېدې خو دا ځل حکومت خلکو ته د اختیاط کولو سپارښتنه کړې.

په داسې حال کې چې افغانستان، سعودي عربستان او د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د جولای پر ۳۱مه لوی اختر ولمانځل شو، پاکستان د اګست پر لومړۍ نېټه دا ورځ لمانځي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو برخو کې هم د جولای پر ۳۱مه خلکو اختر کړی وو.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان د اختر په مناسبت پيغامونو کې پر ولس غږ کړی چې په اختر کې دې احتياطي تدابير خپل کړي او د بې وزلو خلکو خیال دې و ساتي.

سرکاري راډيو خبر ورکړی چې وزيراعظم ولس ته ويلي، د کورونا وایرس وبا د ټولې نړۍ لپاره یو چیلنج ګرځېدلی دی، حکومت د وایرس د مخنیوي لپاره خپلې ټولې وړتیاوې په کار راولي خو ولس دې هم احتیاطي تدابیرو ته پاملرنه وکړي.

دا ځل لوی اختر پر داسې مهال لمانځل کېږي چې د کورونا وایرس جهاني وبا نړۍ ځپلې ده.

پخپله په پاکستان کې د اګست تر لومړۍ نېټې پر کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر له ۲۷۸ زره نه زیات شوی دی.

د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې تر جولای ۳۱مې له کورونا وايرسه د مړو شویو کسانو شمېره ۵۹۵۱ ته لوړه شوې ده.

خو بل پلو، له ۲۴۷ زره نه زیات خلک له کورونا بیرته ښه شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG