د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلي دې پر بندیانو د تشدد د مخنیوي مسوده منظوره کړي: هیومن رایټس واچ


د پاکستان سېنېټ پر بندیانو د تشدد د مخنیوي او مجازاتو مسوده منظوره کړې او قامي اسمبلۍ ته یې استولې - د ارشیف انځور
د پاکستان سېنېټ پر بندیانو د تشدد د مخنیوي او مجازاتو مسوده منظوره کړې او قامي اسمبلۍ ته یې استولې - د ارشیف انځور

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي، د پاکستان قامي اسمبلي دې "ژر تر ژره په حراست کې پر خلکو د تشدد مخنیوي او مجازاتو قانوني مسوده منظوره" کړي.

دې سازمان دا خبره د جولای پر ۱۴مه تر هغې دوه ورځې وروسته کړې چې د پاکستان سېنېټ یاده قانوني مسوده منظور کړې او قامي اسمبلۍ ته یې د بحث لپاره استولې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په بیان کې ویلي چې دا بېل (قانوني مسوده) د پولیسو په حراست کې د کسانو حقونو لپاره خورا زیات ارزښت لري.

په قانوني مسوده کې راغلي چې که پر کوم امنیتي اهلکار د یوه بندي وژنه ثابت شي نو هغه ته د عمر قید سزا اورول کېدای شي.

همداراز، په مسوده کې راغلي چې د یو کس باید تر نیول کېدو وروسته د ۲۴ ساعتونو دننه د پولیسو له حوالات څخه عدالت ته ولېږدول شي چې هلته یې قضیه رسماً پیل شي.

په حراست کې پر بندیانو د تشدد د مخنیوي مسوده د پیپلز ګوند سېنېټرې شیري رحمان د پاکستان سېنېټ ته وړاندې کړې وه.

د بشري حقونو د چارو وزیرې شیرین مزارۍ هم د دې مسودې ملاتړ کړی دی.

له قامي اسمبلۍ څخه تر منظورۍ وروسته به دا بېل د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري چې د قانون په توګه نافذ شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG