امریکايي چارواکو منلې چې یوه وړوکې پوځي الوتکه یې د دوشنبې په ورځ په غزني ولایت کې لوېدلې ده.
روېټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد کړی، له خولې ویلي، ښايي په الوتکه کې ۱۰ تنه سپاره ول.
د امریکا هوايي ځواک قوماندان جنرال ډېوېډ ګولډفین په دوشنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د دې 'E-11A' الوتکې د کارمندانو په اړه معلومات نه لري. نوموړي د پېښې په اړه ډېر څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ ماموریت هم ازادي راډیو ته په یو ایمېل کې په غزني کې د دې امریکايي الوتکې لوېدل ومنل خو د پېښې څرنګوالی او مرګژوبله یې نه کړه بیان.
بلخوا د جرمني خبري اژانس د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له خولې ویلي له وضعیت خبر دی، خو دا مهال د ویلو لپاره نور څه نهلري.
طالبانو ادعا کړې چې دا الوتکه دوی نسکوره کړې. طالب ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو سره یوه شریکه کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروستهیې د غزني د دهیک ولسوالۍ په سدوخېلو سیمه کې د امریکا هغه الوتکه نسکوره کړې چې د ده په وینا په سیمه کې په استخباراتي مأموریت بوخته وه.
نوموړي همدارنګه ادعا کړې چې په دې پېښه کې د امریکا د استخباراتو لوړپوړي چارواکي وژل شوي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ تېره شپه پر خپل ټویټر د طالبانو ادعا رد کړه او و یې ویل په داسې حال کې چې د الوتکې د نسکورېدو د سبب په اړه څېړنې پیل شوي، خو تر اوسه داسې هېڅ شواهد نهشته چې ګوندې دا الوتکه د "دښمن په ډزو" نسکوره شوې وي.
د روېټرز خبري اژانس د امریکا د یو لوړپوړي دفاعي چارواکي له خولې چې د نوم یادونهیې نهده شوې په الوتکه کې د لوړ رتبه امریکايي افسرانو موجودیت رد کړی دی.