د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني یې د حکومت له مشر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
ال ثاني د سېپټېمبر پر ۱۲مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورغی او د طالبانو د حکومت له مشر محمد حسن اخوند سره یې وکتل.
د دغه سفر انځورونه ښيي چې د دواړو لورو ملاقات په ارګ کې شوی دی.
د سېپټېمبر پر اوومه، د طالبانو د حکومت له اعلان راهیسې د قطر د بهرنیو چارو وزیر لومړنی لوړپوړی بهرنی چارواکی دی چې د کابل په سفر دی.
متقي د سېپټېمبر ۱۲مې پر ماښام رسنیو ته د محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د طالبانو د حکومت د مشر محمد حسن اخوند د ملاقات په اړه رسنیو ته په بیان کې ویلي چې د دواړو خواوو چارواکو "په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او د نړیوالو د غبرګون او چلند پر رابطه خبرې" وکړې او هیله یې وښوده چې په "نېږدې راتلونکې کې به له نړیوالو سره اړیکې نورې هم وغوړېږي. خصوصاً د قطر هېواد به له افغانستان سره دوستانه اړیکې ساتي."
متقي وایي، په ملاقات کې طالبانو د کابل هوایي ډګر د بیا فعالولو په برخه کې د قطر د تخنیکي همکارۍ ستاینه وکړه.
د ده په وینا، د قطر دې چارواکي ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به همکاریو ته دوام ورکوي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دې ملاقات پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني هم حاضر ول.
قطر د سیمې هغه هېواد دی چې ویل کېږي پر طالبانو ډېر سیاسي نفوذ لري.
دا هېواد له تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او طالبانو همدې هېواد کې له امریکا سره تړون لاسلیک کړ او بینالافغاني خبرې یې پر مخ بیولې.
محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په کابل کې د پخواني دولت د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.
عبدالله عبدالله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دواړو لوریو له افغانستان سره د قطر پر همکارۍ خبرې کړي او د یوه پراخبنسټه نظام پر جوړېدو یې نظرونه تبادله کړي.
قطر له افغانستانه د امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان کارکوونکو د ایستلو په عملیاتو کې هم مهمه ونډه درلوده.
د دې عملیاتو پر مهال چې دوه اوونۍ یې دوام وکړ شاوخوا ۱۲۴،۰۰۰ کسان د کابل هوایي ډګر له لارې بهر لېږدول شوي.
د فېسبوک تبصرې