د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ "پر یوټیوب د محدودیتونو اشاره" ورکړې


د پاکستان حکومت په ۲۰۱۲ز کال کې هم یوټیوب تړلی وو
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۲ز کال کې هم یوټیوب تړلی وو

د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر ۲۲مه د فرقه ییز تاوتریخوالي په اړه د یوې مقدمې اورېدو پر وخت پر یوټیوب د محدودیتونو اشاره ورکړې ده.

یوټیوب یوه امریکايي ټولنیزه ووبپاڼه ده چې ورباندې ویډیوګانې خپرېږي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د جسټس قاضي امین او جسټس مشیر عالم دوه کسیزه جرګګۍ د یوټیوب پر ځینو هغو ویډیوګانو نیوکې وکړې چې پکې د پاکستان عدلیې، حکومت او پوځ ضد څرګندونې شوې وې.

تر دې مخکې پاکستان په ۲۰۱۲ز کال کې پر یوټیوب د مذهب سپکاوي ویډیويي موادو خپرولو پر سر بندیز لګولی وو چې بیا یې پر ۲۰۱۶ز کال لیرې کړ.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) یوه چارواکي د سپریم کورټ قاضیانو ته ویلي چې پر یوټیوب د اعتراض وړ مواد نشي لیرې کولای خو په اړه یې د ووبپاڼې چلوونکو ته شکایت کولای شي.

قاضي مشیر عالم دې چارواکي ته چې نوم یې نه دی ښوول شوی، وویل، په یو شمېر هېوادونو کې پر یوټیوب محدودیتونه دي.

عدالت په دې اړه د پاکستان لوی څارنوال او د بهرنیو چارو وزارت ته هم خبرداری ورکړ.

پر ټولنیزو او عمومي رسنیو محدودیتونه

خو په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر فعالان او د بیان ازادۍ مبارزان اندېښنه ښيي چې دولت له بېلا بېلو لارو د خلکو د اظهار د ازادۍ حق تر پښو لاندې کول غواړي.

د انټرنېټي حقونو یو فعال اسامه خلجي د جولای پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، حکومت وار له مخه د برېښنايي او انټرنېټي جرمونو د سزاګانو قوانین جوړ کړي چې ورباندې نیوکې شوې دي نو ځکه اوس هڅه کوي چې هغه قوانین بدل کړي او نوي جوړ کړي.

د خلجي په خبره، حکومت همداراز د انلاین لوبو پر ځینو اپلیکېشنونو او پاڼو بندیز لګولی او چینايي ټولنیزې شبکې ټېکټاک ته یې هم ویلي چې که غوښتنې یې نه مني نو له بندیزونو سره مخامخېدای شي.

فشار تر ډېره دوام نشي لرلای

په پاکستان کې د بیان د ازادۍ مدافع او خبریال عدنان رحمت وايي، د هغه هېواد په ادارو کې ځینې محافظه کاره (Conservative) خلک شته چې غواړي دودیزه بیانیه او مفکوره پر ولس وتپي.

د ده په خبره، کله چې حکومت "رسنۍ قابو کړې نو ډېر خلک د انټرنېټ لوري ته ولاړل. تاسې لوی، لوی اخبارونه او ټېلېوېژن چینلونه وګورئ، د ولس پر ځای د حکومت استازیتوب کوي."

رحمت وايي، حکومت وار له مخه ځینې قوانین جوړ کړي او ځینې نور جوړوي چې پر انټرنېټي پاڼو "د خلکو اواز غلی" کړي.

د رحمت په وینا، واکمنان له "تاریخه زده کړه نه کوي" او په اند یې چې حکومتونه تر "یوه وخت فشار ساتلای شي" خو "په اوسني دور کې د تل لپاره دا کار شونی نه دی."

حکومتي دریځ

د پاکستان حکومت د فعالانو او د حقونو مبارزانو تورونه نه مني.

د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د هېواد رسنۍ تر پخوا پرتله زیاتې ازاده دي.

په عین وخت کې د پاکستان د ساینس او معلوماتي ټېکنالوژۍ چارو وزیر فواد چودري د سپریم کورټ د قاضیانو تر څرګندونو وروسته پر ټوېټر لیکلي چې عدالت او اېف ای اې باید پر ټولنیزو شبکو او موبایل اپليکېشنونو له محدودیتونو ډډه وکړه ځکه چې دا به د پاکستان د ټېکنالوژۍ صنعت له بربادۍ سره مخامخ کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG