د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان حالات به د کرکټ نړیوال کپ لپاره د ملي لوبډلې پر تیاریو اغېز وکړي؟


د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۵مه د دویمې درجې له یو هیواد سره کوي چې لا هم نه دی معلوم - انځور له ارشیفه
د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۵مه د دویمې درجې له یو هیواد سره کوي چې لا هم نه دی معلوم - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د حکومت ړنګېدو له کبله د هغه هېواد او پاکستان ترمنځ د کرکټ هغه سیالۍ تر ۲۰۲۲ز کال پورې ځنډول شوي چې سېپټېمبر ته پلان شوې وې.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۱ز کال د سېپټمبر له لومړۍ تر پینځمې نېټې په سري لنکا کې درې یو ورځنۍ سیالۍ وشي.

دا لوبې نه یوازې د ۲۰۲۳ز کال د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د افغانستان د ګډون لپاره ضروري‌ دي بلکې د روان کال په اکتوبر کې د ۲۰ اوریزه سیالیو نړیوال کپ تیارۍ لپاره هم مهمې بلل کېدې.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه مشر ډاکټر حامد شینواری وايي، له پاکستان سره لوبو ته یې نور پوره تیاري کړې وه خو یوازې د حالاتو بدلېدو له کبله پر مناسب وخت د تګ لپاره پروازونه نه ول نو ځکه یې تر ۲۰۲۲ز کاله وځنډولې.

ده وویل په هېواد کې راغلي سیاسي بدلون د کرکټ اداره او چارې نه دي‌ متاثره کړې. "موږ چې د کرکټ چارې څنګه پلان کړې وې هم هغسې یې پرمخ وړو، کومې لوبې چې راروانې دي‌ د هغوی لپاره تیاری نیسو، نو پر لوبغاړو او زموږ پر کارونو څه خاص اغېز نه دی شوی."

ډاکټر حامد شینواري‌ وویل چې دوی اوس د کرکټ تر ۲۰ اوریز نړیوال کپ وړاندې د اکتوبر په لومړیو دوو اوونیو کې له اسټرالیا او وېسټ انډیز سره درې اړخیزه ۲۰ اوریزې سیالۍ پلان کړې دي.

د ده په وینا، یوازې دې ته په تمه دي‌ چې په متحده عرب اماراتو کې یو ښه او په دې ورځو کې اوزګار میدان پیدا کړي. "اوس دا میدانونه د انډین پرېمییر لیګ او نړیوال کپ [تیاریو ته] ځانګړي شوي دي. کوشش کوو چې میدان پیدا کړو او لوبې ترسره کړو، اسټرالیا او ویسټ انډیز دواړه تیار دي ځکه چې هغوی هم نړیوال کپ ته تیاری کول غواړي."

ډاکټر حامد شنواري وویل چې د افغانستان د کرکټ اداره له مالي پلوه هېڅ ستونزه نه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان اوسني حالات به د کرکټ د ملي‌ لوبډلې لوبغاړو پر ذهن او کاکردګۍ اغېز وکړي او که نه؟

کبیر خان چې شاوخوا څلور کاله یې د افغان ملي لوبډلې د روزونکي دنده تر سره کړې، وايي، دی فکر نه کوي چې د هېواد سیاسي حالات دې د افغان لوبغاړو پر روحیه څه خاص اغېز ولري. "د کرکټ په اداره کې چې څومره بدلون راځي نو کرکټ هم د مشرتابه له ذهنیت سره تغیر کوي. لوبغاړي ښايي‌ دې ته لږ ډېر اندېښمن وي خو د افغانستان لوبغاړي ډېر جراتمند او زړور دي، هغوی د هېواد د هر ډول سیاسي پېښو باوجود هېواد ته لوبې ګټلې دي او هېواد ته یې عزت راوړی دی."

د کرکټ له نړیوالو اصولو سره سم، د لوبې تر پیل وړاندې د دواړو هېوادونو ملي بېرغ میدان ته وړل کېږي او ملي سرودونه یا ترانې یې غږول کېږي.

داګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته د هېواد د ملي‌ بېرغ او ملي سرود برخلیک لا هم نه دی معلوم.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه مشر ډاکټر حامد شینواری وايي، طالبانو تر اوسه په دې اړه ورته څه نه دي ویلي خو د ده په وینا، د حکومت پر سپارښتنو به عمل کوي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال کپ سیالۍ د اکتوبر له ۱۷مې څخه د نومبر تر ۱۴مې په متحده عرب اماراتو او عمان کې وشي.

د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۵مه د دویمې درجې له یو هېواد سره کوي چې لا هم نه دی معلوم.

افغانستان به د دې تر څنګ د لومړۍ درجې په هېوادونو کې له پاکستان، هند او نیو زيلینډ سره هم لوبېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG