د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: افغانستان د سیمې پر کچ "بریالی" رسنیز سېکټور لري


په هرات کې یو کس د خبریالۍ روزنې پر مهال
په هرات کې یو کس د خبریالۍ روزنې پر مهال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت( یوناما) وایي، هغه هېواد په سویل ختیځه اسیا کې "تر ټولو بریالی او ځلېدونکی" رسنیز سېکټور لري.

یوناما د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د سولې په هر ډول بهیرونو کې به د مطبوعاتو د ازادۍ ساتنه کوي.

د یوناما مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې ډېبرا لاینز په یوه پيغام کې ویلي، د سولې په خبرو کې باید د بیان ازادۍ په ګډون د ټولو بشري حقونو ملاتړ وشي.

د نوموړې په خبره، هېچا ته باید په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ ګواښلو اجازه ورنکړل شي.

د لاینز په دې پيغام کې راغلي، د اهمیت وړ ټکی دا دی چې د بیان ازادي او د کرکجنو یا تفرقه اچوونکو خبرو توپیر باید وشي.

نوموړې ویلي، څوک باید ځانته دا اجازه ورنه کړي چې د بیان له ازادۍ څخه په استفادې خلک تاوتریخوالي یا بل کوم منفي کار ته وهڅوي او یا د افغانانو ترمنځ تعصبونو ته لمن ووهي.

ډېبرا لاینز په افغانستان کې د یوناما نوې مشره ده
ډېبرا لاینز په افغانستان کې د یوناما نوې مشره ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ویلي، په دې شرایطو کې چې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ټولې نړۍ ته ګواښ پېښ کړی، رسنۍ د معلوماتو په ورکولو کې د پام وړ رول لري.

ډېبرا لاینز ویلي، دا مهال د کورونا په اړه خطرناکې صحي مشورې، ناسم معلومات او ِپر توطیو ولاړې نظریې پر انټرنېټي پاڼو ښکته پورته کېږي.

دې ویلي، په داسې حالاتو کې باید خبریالان پر کره مسایلو راپورونه جوړ کړي.

د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په اړه د ملګرو ملتونو سږنی شعار هم دا دی چې "بې پرې او له وېرې پرته ژورنالېزم - د خپلواک ژورنالېزم د ساتنې یوه غوښتنه ده."

په عین وخت کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان خبریالان د نړۍ د زړه ورو هغو له ډلې دي.

دې سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ځورونو، تاوتریخوالي او ان د مړینې له ګواښ سره سره افغان خبریالان خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG