د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا د موسیقۍ ثبت د زده کړو مسلکي ځایونه نه لري: یمي خان


پښتونخوا د موسیقۍ ثبت د زده کړو مسلکي ځایونه نه لري: یمي خان
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:36:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د پېښور يو ځوان هنرمند، د سندرو جوړوونکی او ثبتوونکی يمي خان دی. دی سندرې هم وايي او تازه یې خپلې نوې ټپې يې خپرې کړې دي. يمي خان هم په پېښور کې د "يمي سټوډيو" په نوم د سندرو د ثبت يو ځای لري، چې پکې يې تقريباً ټولو نومياليو سندرغاړو ته سندرې جوړې کړې دي. نوموړی په خواشينۍ وايي چې د پښتونخوا ځوانانو لپاره د اډيو رېکارډنګ د مسلکي زده کړو اسانتياوې نشته. د يمي خان دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG